روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د استاد ښکلى (( ۲۵ کاله )) نظم

(( ۲۵ کاله)) د استاد اجمل ښکلى د نظم سرلیک دی څو ورځې وړاندې مې پر فیسبوک ولوست، په پنځه ویشت کاله تېر ژوند پسې ارمان دی. شاعر غواړی چې بېرته هغې تېرې زمانې ته ستون شی او له اوسنۍ اختراعی نړۍ نه یو ډول بېزاری ښیی.موږ که په اوسنۍ پرمختللی او د اختراعاتوپه نړۍ کې واوسو ، کله ناکله چې د هغې تېرې زمانې او ژوند انځور ووینو یا یې تصور وکړو خامخا ارمان هم پسې کوو. ټکنالوژۍ چې څومره پرمختګ کړی او څومره یې د انسانانو د هوساینې لپاره وسایل جوړ کړی هغومره یې د انسان وژنې او د انسان دتباهۍ اسباب هم تیار کړی. په یووېشتمه پېړۍ کې چې ټکنالوژی تراسمانه رسېږی، علم عام شو، دنیا د ډېر پرمختګ نارې وهی، خو بیاهم انسان داسی وحشیانه اعمال کوی، چې تاریخ یې څو پېړۍ وړاندې هم سارى نه شی وړاندې کولای. ټکنالوژی که مثبت اړخونه لری منفی هم لری.رسنیو که نړۍ په یوه کلی بدله کړه، انسانان یې سره نږدې کړل او د انسانانو تر منځ یې فاصلې ختمې کړې ، خو انسان ته یې ذهنی ستړیا، پرېشانی او روانی ناروغی هم پیدا کړه. د مثال په ډول فیسبوک، کورنی او ټولنیز ژوند او د ملګرو تر منځ صمیمی فضا اغېزمنه کړې ده. د کورنۍ د مجلس او د کورنی صمیمیت ځای فیسبوک نیولی دی؛ تر نیموشپو د فیسبوک په مجازی نړۍ کې ورک یو، خوب رانه هېر وی. تر دې چې په یوه کوټه یا په یوه مجلس کې ملګری ډېر نږدې سره ناست وی، خو دومره لری وی ،چې هر یو په خپله نړۍکې ورک وی ځینې، خو دې حد ته رسېدلی چې فیسبوک یې نېشه ګرځېدلې ده.په وړوکوالی کې مې  د ماسټر علی حیدر په ږغ کې دا سندره اورېده تر اوسه مې یاده ده چې

د کچه خاورو نه جوړ دی

ځای پر ځای په لوګی تور دی

دا بوڅکې- بوڅکې چې ښکاری
دا زما د جانان کور دی

څو لسیزې مخکې چې کوم ساده ژوند و، خټین کورونه، په لوګو تور دېوالونه، د تېلو څراغ به و، کلیوالی ژوند او سادګی وه ، خو دومره پرېشانی، ذهنی ستړیاوې او ناخوالې نه وې لکه نن یې چې د ټکنالوژې په دور کې د ښار په رنګینیو او اسمان څکو ودانیو کې وینو یا اورو.زه چې نن ښاری ژوند ته ګورم دا منم چې د انسانی ژوند لومړنی ضرورتونه د کلیو، لرې پرتو سیمو او د څووېشتو کلونو مخکې په پرتله په کې پوره دی،  خو هغه خوند چې ما له کلیوالی ساده ژوند، د کلی له مازدیګری نندارې، تور ماښامی، د شپې له شنه اسمانه، د ستورو له پړکا او د سپوږمۍ له ځلا اخیستی، د ښار په رڼاګانو او رنګینیو کې نه شته. هغه صمیمیت او مینه چې ما د کلی په خټینو کورونو، زړو لرګینو دروازو، ورانو دېوالونو او خړو کوڅو کې لیدلې په ښاری ژوند کې نه وه. هغه کلیوالی ژوند او تېر وخت چې یوازې یې اوس یادونه پاتې ده که اوس راته رسېږی ښاری ژوند ترې لوګی کوم (البته دا زما ذوق دی.) دا به منو چې د ټکنالوژۍ ډېر پرمختګ، سپینو او ژېړو رڼاګانو د ژوند خوند او رنګ پیکـه کړی دی.نور نو د اجمل ښکلی نظم ولولئ ، چې د نظم په ژبه د ده تېر ساده او کلیوالی ژوند خبرې کوی او په خپل شاعرانه کمال سره مو د اوسنۍ پرمختللې نړۍ نه څو شېبې څووېشت کاله شاته یا تېر ژوند ته بیایی. د هغه تېر وخت یادونه راتازه کوی چې په خیال کې مو ګرځی او ارمان پسې کوو.

۲۵ کاله

غواړم پنځه وېشت کاله وروسته لاړ شم

د خټو کور کې د لالټین رڼا ته ژوند وکړمه

خټین دېوال کې له ګردجنې تاخچې

د ادم خان او درخانۍ کتاب په خوند راواخلم

غواړم پنځه وېشت کاله وروسته لاړ شم

چې نه رڼا وی، نه فیسبوک وی او نه بله اختراع د معاصرې نړۍ

*******

زما له سترګو نه کلونه وشول خوب الوتی

تر نیمې شپې پورې په جال کې بند یم

ګوندې که وموممه  څو د خوشحالۍ خبرونه

ګوره که خوب راشی

زه له سبا ورځې نه وېره لرم

فکر کوم چې د راتلونکی کال له هرې ورځې وینې څاڅی

د هر سهار په خوله یې ناڅی د مرګ توره خندا

زما په سترګو ګې اوسېږی آ خاورین کورونـه

له اسمان څکې ماڼۍ کرکـه لرم

*********

سترګې مې تیزې رڼا وخوړلې

خونه تیاره کړئ، که لږ خوب راشی

ګوندی په خوب کې تر پنځه وېشت کاله وروسته لاړ شم

د خټو خونه، ګرد وهلې تاخچه

په درې بله خوږه شمعه لکه ستا سترګې

زما په غېږ کې د شیدا دېوان

او یا کېسه د مومن خان او شیرینۍ
د مینې.

نورالله زهیر

ممکن است شما دوست داشته باشید