روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د اروپایی پارلمان غړی: د بشری حقونو نارې وهو، خو د افغانانو پر حق سترګې پټوو

د اروپایی پارلمان غړی مایک والاس وایی: نړیوال هسې د بشری حقونو نارې وهی، خو په افغانستان کې یې د افغانانو پر حق سترګې پټې کړې دی.نوموړی په ټوېټ کې ویلی: د نړیوالې ټولنې له لوری په افغانستان کې د بشری حقونو ښکاره نقض روان دی. مایک والاس په افغانستان کې روان وضعیت بوږ نوونکی بللی وایی: دا هر څه د نړیوالې ټولنې د بې پروایۍ له امله رامنځ ته شوی دی.

نوموړی ټینګار کړی، چې امریکا او ملګرو یې د افغانستان شاوخوا نهه میلیارده ډالره شتمنی کنګل کړې او دغه هېواد یې له اقتصادی ستونزو سره مخ کړی دی، خو په رسنیو کې د بشری حقونو د پالنې نارې وهی.ده وېیلی: اروپایی ټولنه، امریکا او ملګری یې په نړۍ کې د بشری حقونو د خوندیتوب خبره کوی، خو د شتمنیو په کنګل کولو سره یې د افغانانو ژوند سخت کړی او بشری حقونه یې نقض کړی دی.مایک وایی: اروپا او امریکا د بشری حقونو نارې وهی خو همدا حقونه یې بیا په خپله تر پښو لاندې کړی دی.ده تمه ښودلې ،چې امریکا  باید ژر تر ژره د افغانستان کنګل شوې شتمنی آزاده کړی او له دغه هېواد سره د بشری مرستو په برخه کې همکاری وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید