روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ارمنستان ولسمشر له خپلې دندې استعفی وکړه

د ارمنستان ولسمشر ارمن سرکیسیان له خپلې دندې چې تر ډېره تشریفاتی بڼه لری، استعفی وکړه.ده ویلی د ملی بحران پر مهال پر پالیسیو د نفوذ نه درلودلو له امله له خپلې دندې استعفی کوی.د هغه د دفتر وېب سایټ وړمه ورځ په اعلامیه کې د ده په وینا ویلی، ولسمشر په اوسنیو بحرانی شرایطو کې چې ملت او هیواد ورسره مخ دی، پر محلی او بهرنۍ پالېسۍ د نفوذ اړتیا وړ ابزارونه نه لری.۶۹ کلن سرکیسیان ویلی، دا پرېکړه یې د احساساتو له مخې نه ده کړې، بلکې یو مشخص منطق ورته لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید