روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ارغنداب له بېځایه شویو سره دې بېړنۍ مرستې وشی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی وړمه ورځ له غرمې مخکې په کندهار کې د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکو او زیانمنو شویو سره وکتل.په پیل کې د کندهار والی روح الله خانزاده، د ارغنداب د ولسی شورا رییس حاجی محمد او قومی مشر حاجی عبدالاحمد اکا جمهوررییس غنی او مل پلاوی ته ښه راغلاست ووایه. د جمهوررییس له پاملرنې او خواخوږۍ څخه په مننې یې د طالبانو د جګړې له امله د ارغنداب خلکو ته ورپېښې ستونزې او د اوښتو زیانونو په اړه معلومات او وړاندیزونه له جمهوررییس سره شریک کړل. د جمهوررییس لومړی مرستیال امرالله صالح په ارغنداب ولسوالۍ کې د طالبانو جګړې او وحشت ته په اشارې وویل: طالبان ،چې په پاکستان کې تجهیزېږی، د پردیو د ګټو لپاره جنګېږی او زموږ د هېوادوالو د بدمرغۍ لامل دی. ده زیاته کړه: موږ په هېواد کې د تلپاتې او باعزته سولې لپاره دې قربانۍ ته چمتو یو، چې د خپلې دورې تر بشپړېدو وړاندې د ټاکنو له لارې د واک د لېږد زمینه برابره کړو.د هېواد جمهوررییس د دوی د خبرو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته یو وار بیا د ارغنداب خلکو، زیانمنو شویو او بې ځایه شویو کورنیو سره خواخوږی وکړه او وې ویل: د ارغنداب غم د ټول افغانستان غمیزه ده. جمهوررییس غنی د مالیې، کلیو پراختیا، کرنی او مالدارۍ وزارتونو مسوولینو ته د ارغنداب ولسوالۍ د خلکو ستونزو ته د رسیدګۍ په موخه د لازمو لارښوونو پر مهال ټینګار وکړ ،چې په ملی دسترخوان او ولسی تړون پروګرام کې دې د ارغنداب ولسوالۍ خلکو ته لومړیتوب ورکړل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید