روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ارزګان اوسېدونکی: حکومت دې لرې پرتو سیمو ته هم د زده‌کړو بهیر وغځوی

له څو میاشتو راهیسې د ارزګان په لرې پرتو سیمو کې په شخصی لګښت ماشومانو ته د وړیا زده‌کړو ټولګی برابر شوی.

د ارزګان مرکز ترېنکوټ په درفشان سیمه کې همدغسې یو ښوونځی تر سترګو کېږی ،چې یو ښوونکی په کې زده‌کوونکو ته درس وایی.

قاری عبدالرازق د همدغه ښوونځی استاد دی. نوموړی وایی، چې له تېرو درېو میاشتو راهیسې یې لسګونه نجونو او هلکانو ته په دینی او عصری برخو کې زده‌کړې پیل کړې دی.

دی زیاتوی، ځکه یې دلته هلکانو او نجونو ته زده‌کړې پیل کړې، چې الله تعالی پر نارینه او ښځینه، دواړو زده‌کړې فرض کړې دی.

د غرونو او دښتو په لمن کې د خلکو په شخصی لګښت په دې ښوونځی کې اوس ۷۰ نجونو ته د درېیم ټولګی زده‌کړې ورکول کېږی.

قاری عبدالرازق رسنیو ته ویلی: (( نبی کریم (ص) یو حدیث دی چې وایی: علم پر هر نارینه او ښځینه فرض دی، نو موږ دلته ښوونځی فعال کړ ،چې نارینه او ښځینه دواړه په کې زده کړې کوی.))
د ترېنکوټ په بله څنډه بلوڅی کې هم د زده‌کړو یو مرکز په شخصی لګښت جوړ شوی او په لسګونو ماشومان په کې زده‌کړې کوی.

د غوث‌الدین جلالزی په نامه یو عمر خوړلی کس وایی: نور نه‌غواړی چې د سیمې ماشومان په تیارو کې پاتې شی او ماشومانو ته یې د ښې راتلونکې په لټه کې دی.

دی وایی: په بلوڅی سیمه کې د ده لخوا په جوړ شوی ښوونیز مرکز کې تر ۲۰۰پورې نجونې او هلکان دا مهال په دینی او عصری زده‌کړو بوخت دی.

نوموړی زیاته کړه:  (( لږ تر لږه ۵۰ جوماتونه دلته شته، موږ په پنځو کلیو کې لوستی سړی نه‌لرو، د دې لپاره چې موږ نړیوالو ته وښیو چې د درس او تعلیم اتلان هم یو، باید درس ووایو.))
په یادو ښوونیزو مرکزونو کې ښوونکی په وړیا ډول ماشومانو ته زده‌کړې ورکوی.
د دغه ډول ښوونیزو مرکزونو جوړولو ته نه یوازې ماشومان خوشحاله دی، بلکې د سیمی خلک هم ورته خوشحاله دی او کلک ملاتړ یې کوی.

په ترېنکوټ کې د درفشان سیمې اوسېدونکی او قومی مشر محمدولی وایی: که د دوی په سیمه کې دولت رسمی ښوونځی جوړ کړی، حاضر دی چې خپلې شخصی ځمکې ورکړی او ښوونیز مرکزونه په کې جوړ کړی.

ده له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې په افغانستان کې دې له شپږم ټولګی پورته هم د نجونو پر مخ ښوونځی پرانیزی.

نوموړی کلید ته ویلی: (( یو نیم جریب ځمکه ملاخدای داد اخند حکومت ته ورکړې، تر څو موږ ته پر دغې ځمکه ښوونځی جوړ شی.))

د معلوماتو له مخې: د ترېنکوټ ترڅنګ د ارزګان په دهراوود او خاص ارزګان ولسوالیو کې هم په شخصی لګښت دغه ډول ښوونیز مرکزونه د عامو خلکو له خوا پرانیستل شوی دی.
بله خوا، بیا په ارزګان کې فعالان دغه ډول اقدام د علم په ډګر کې ښه اقدام یادوی او زیاتوی، چې په دې سره به لا ډېر نور کسان وهڅول شی، چې په خپلو سیمو کې داسې ښوونیز مرکزونه جوړ کړی.
د زده‌کړو فعال نجیب‌الله لطیف وایی: په شخصی ډول د خلکو له خوا د ښوونیزو مرکزونو په جوړېدو سره به هغه ماشومان له زده‌کړو برخمن شی چې ترې بې‌برخې پاتې شوی دی.
ده په دې اړه وویل: (( تاسو ته معلومه ده چې د زده‌کړې په برخه کې ارزګان ډېر وروسته پاتې دی، که په یادو مرکزونو کې زده‌کړې دوام وکړی، ماشومان به له زده‌کړو برخمن شی.))
د ارزګان د پوهنې رئیس مولوی خیرالله وایی، چې د خیریه بنسټونو او موسسو په مرسته یې په ډېرو ولسوالیو او کلیو کې سیمه‌ییز ټولګی پرانیستی او هڅه کوی چې دا لړۍ نورو سیمو ته هم وغځېږی.
ده زیاته کړه:  (( موږ هڅه کوو چې د زده‌کړو په برخه کې شته نیمګړتیاوې پوره کړو، ښوونځیو ته به هم ودانۍ جوړې کړو، خو دا وخت ته اړتیا لری، ژر نه شی جوړېدای. د اوس لپاره به همدا ټولګی پرانیستی وی.)) د ارزګان خلک له دولت څخه هیله لری چې لرې پرتو سیمو ته د زده‌کړو بهیر غځېدلو ته جدی پاملرنه وکړی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید