روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د اداری فساد پرضد مبارزه ګډې هڅې غواړی

فساد زموږ په هېواد کې اوږده او تاریخی سابقه نه لری، په افغانی ټولنه کې فساد مردود ګڼل شوی  او فاسد او بډې اخیستونکی ته تل په بد نظرکتل شوی دی.په هېواد کې د طالبانو د رژیم له ړنګېدو وروسته چې کله ولسواک نظام رامنځته شو د افغانستان اړیکو له نړیوالې ټولنې سره پراختیا ومونده او نړیوالو هم له افغانستان سره هراړخیزې مرستې پیل کړې، د هېواد د بیا رغونې په خاطر نړیوالو موسسو او اینجوګانو( نا دولتی موسسو) په بېلابېلو برخو کې په کار پیل وکړ، چې ورسره ورو ورو فساد هم په بېلابېلو بڼو خپله څېره راڅرګنده کړه. وروسته د فساد لمنه پراخه شوه او حکومتی ادارو ته یې هم لاره وموندله او د اتلسو کلونو په تېریدو اوس فساد د هېواد په کچه په لویه ننګونه او ګواښ بدل شوی دی.په هېواد کې د پراخ فساد د شته والی په اړه افغانان او نړیوال دواړه په دې آند دی که چېرې د دغې پدیدې مخه ونه نیول شی او له فساد سره د مبارزې په لاره کې کوټلی ګامونه اوچت نه شی افغانستان به له لوی ګواښ او خطر سره مخ شی.د یادولو وړده، چې د یوې نیمې لسیزې په بهیر کې له فساد سره د مبارزې په نامه بېلابېلی موازی ادارې رامنځته شوې دی ، ترڅو د فساد مخه ونیسی، خو د دې پرخلاف د فساد مخه نه ده نیول شوې ،بلکې کله ناکله دغه ادارې په خپله د فساد لامل ګرځېدلی دی.د اوسنی حکومت په پنځه کلنه دوره کې له فساد سره د مبارزې په خاطر یو لړ هڅی شوی او له فساد سره د مبارزې اراده له پخوا پیاوړې شوې او په دې اړه یو لړ اقدامات هم شوی دی، خو لکه څنګه چې له فساد سره د مبارزې په اړوند دولس غوښتنې او هیلې دی هغه لا نه دی ترسره شوې او اوس هم په یوشمېرادارو کې پراخ فساد شتون لری.

د افغانستان ولسمشرمحمد اشرف غنی هم اداری فساد جدی ستونزه بولی او وایی چې په تېرو دورو کې ددې پدیدې پر ضد د مبارزې په برخه کې اجماع نه وه موجوده.ښاغلی غنی د یکشنبې په ورځ د لیندۍ په ۲۴مه له اداری فساد سره د مبارزې په کلنۍ ملی غونډه کې وویل چې له فساد سره د مبارزې لپاره د قانون حاکمیت اړین دى او په دې هکله هر ډول منفی مداخله باید جرم وبلل شی.

ولسمشرغنی څرګنده کړه چې د اداری فساد د جرړو د ایستلو لپاره باید مدیریت پیاوړى شی او د نورو اړینو اقداماتو ترڅنګ په دولتی ادارو کې د تکنالوژۍ واحد سیستم عملی شی.ولسمشرغنی زیاته کړه چې له اداری فساد سره د مبارزې د لا اغېزمنتیا لپاره د موازی او غیرموثرو ادارو مخنیوى اړین دی او د هغو پیسو په اړه دې هم باید حساب ورکړل شی چې د ځینو نړیوالو ادارو له خوا په افغانستان کې لګول کېږی.

له فساد سره د مبارزې فعالان وایی: په تېرو پنځو کلونو کې د فساد پرضد د مبارزې په برخه کې یو لړمهم اوګټوراقدامات شوی ، خو لاهم په ځینو برخو کې پراخ فساد شته. هغوی زیاتوی: تر اوسه هم په مالی برخو کې فساد شته، مافیایی کړۍ او شبکې فعالیت لری او یوشمېر چارواکی په کې د خیل دی، په تېره په ګمرکاتواو مالی برخو کې اوس هم ډېر فساد موجود دى.حکومتی چارواکی په دې اړه وایی ،چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې هغه (۱۰۲) شاخصونه چې له نړیوالو سره یې د عملی کولو ژمنه شوې وه (۸۲) یې عملی شوی او د نورو د عملی کېدو لپاره یې هم هلې ځلې روانې دی.لنډه داچې د فساد شتون د هېواد لپاره یو لوی ګواښ ګڼل کېږی او که یې پر وړاندې عملی مبارزه ونه شی زیاتې ننګونې رامنځته کولی شی.د نړۍ تاریخ د دې شاهد دی، چې ځینې هېوادونه د زیات فساد د شته والی له امله له ډېرو بد مرغیو او سترو ستونزو سره مخ شوی هېواد یې ډیوالی شوی، حکومتونه یې ړنګ شوی، اقتصاد یې دړې وړی شوی او په نړیواله کچه یې د هېواد عزت او اعتبار ته لوی زیان اوښتی او ولسونه یې کلونه کلونه له سترو بدبختیوسره مخ شوی دی.دغو ټکو ته په پام اړینه ده، چې په هېواد کې د شته فساد د جرړو د ایستلو په لاره کې افغان دولت او ټول افغانان په ګډه په عملی توګه د فساد پر ضد سراسری او هراړخیزه مبارزه پیل او له فساد سره د مبارزې په لاره کې ټول افغانان د هېواد د ولسمشر له پالیسیو او تګلارو سره یو موټى شی او په عملی توګه په دې لاره کې مبارزه وکړی او د دغه ستر ګواښ مخه ونیسی ،ځکه په ادارو کې د فساد شتون له یوې خوا زموږ ملی عوایدو ته لوی زیان اړوی له بلې خوا د ولس او دولت ترمنخ واټن زیاتېږی او له بل لوری د افغانستان پروړاندې د نړیوالو باور ته زیان اوړی او ددې خطررامنځته کېدای شی چې زموږ له هېواد سره نړیوالې مرستې ودریږی چې په هغه صورت کې زموږ هېواد له لوی ګواښ سره مخامخ کېدلی شی.د عامو افغانانو په زړونو کې اوس دا هیلې له بل هر وخته زیاتې شوی، چې د دولت له لوری د فساد پر ضد د مبارزې اراده او ژمنتیا پیاوړې شوې او هغه چاپېریال را منځته شوی چې په عملی توګه د اداری فساد پرضد غښتلی ګامونه اوچت شی  ترڅو هېواد او ولس له دغه لوى ګواښ څخه وژغورل شی.  

ع، پیغام

ممکن است شما دوست داشته باشید