روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د اترېش کمونیست ګوند به د لوی ښار د چارو واګی په لاس کې واخلی

د اترېش کمونیست ګوند به د ښاروالیو له انتخاباتو وروسته د لومړی ځل لپاره د یوه لوی ښار د چارو واګی په لاس کې واخلی.د اترېش په جنوبی ښار ګراز کې د ښاروالۍ په پرونیو انتخاباتو کې د اېلکې کاهر بریا تقریباً قطعی شوې ده.۶۰ کلنه مېرمن کاهر به لومړنۍ کمونیسته سیاستواله وی، چې د اترېش د یوه لوی ښار مشری کوی.هغې د سېپټمبر میاشتې په انتخاباتو کې په سلو کې ۲۹ رایې وګټلې او د واکمن ګوند استازی زیګفرید ناګل یې چې د ډېرې مودې لپاره د ګراز ښارول و، مات کړ.د اترېش کمونیست ګوند په ګراز ښار کې د هغه ائتلاف مشری کوی ،چې زرغون او سوسیال ډموکرات ګوندونه یې غړی دی.دې ګوندونو پر هغه پروګرام موافقه سره کړې ، چې ۲۱ مادې لری او شعار یې دی په ګډه د نوی ګراز پر لور چې سوسیال، د چاپېریال ملګری او ډموکرات دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید