د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او کاندید وزیر ډاکټر محمد قاسم وفایی زاده پرون د افغانستان لپاره د آقا خان بنسټ د پراختیایی شبکې له سفیرې شهر زاد هیرجی سره وکتل.په دې کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزیر ډاکټر محمد قاسم وفایی زاده په فرهنګی چارو او د تاریخی آبداتو په رغونه کې د آقاخان بنسټ فعالیت مهم وباله.ډاکټر وفایی زاده په افغانستان کې د آقا خان بنسټ له سفیرې وغوښتل ،چې د تاریخی آبداتو په برخه کې د دغه وزارت کار کوونکو ته د زده کړې لنډ مهاله کورسونه جوړ کړی. هغه د آقا خان بنسټ سفیرې ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او اندېښنه یې څرګنده کړه، چې د تېر په څېر بیا ځل طالبان تاریخی آبدات زیانمن نه کړی.په ورته وخت کې د آقا خان بسنټ سفیرې شهر زاد هیرجی په افغانستان کې د فرهنګی میراثونو او تاریخی آبداتو د بیا رغونې او ساتنې په برخه کې پر هغو چارو رڼا واچوله چې آقا خان بنسټ ترسره کړې دی. هغې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او کاندید وزیر ډاکټر محمد قاسم وفایی زاده ته ډاډ ورکړ، چې په فرهنګی چارو کې به له دوی سره د تېر په څېر خپلو همکاریو ته دوام ورکړی.د یادونې وړ ده چې د کتنې په پای کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست (افغانستان په انځورونو کې) او د آقا خان بنسټ سفیرې هغه کتاب چې په افغانستان کې یې خپلې ترسره شوې کړنې په کې ځای پر ځای کړې وې، یو بل ته ډالۍ کړل.