روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د آسیایی او نړیوالو جامونو لپاره افغان ۱۹ کلنه لوبډله

د افغانستان کرېکټ بورډ د راتلونکی آسیا جام او نړیوال جام لپاره د نولس کلنو لوبډله اعلان کړه.کرېکټ بورډ وایی دغه شل کسیزه لوبډله کې هغه لوبغاړو ته فرصت ورکړل شوی، چې په تېر یو میاشتنی تمریناتو کې یې برخه واخیسته او له هغه وړاندې په اړونده سیالیو او کمپونو کې پیاوړی ثابت شوی او ښه وځلېدل.افغان کرېکټ بورډ د نومبر لومړۍ تر ۳۰مې په ننګرهار کې روزنیز کمپ نېولی و ،چې د لوبغاړو پر بدنی تکړښت، ډګرساتنې، توپ اچونې او توپوهنې کار وشو.په دې اړه د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوی کمېټې سرپرست مشر نورالحق ملکزی وایی: ((موږ په کابل کې د لوبغاړو لپاره تمریناتی کمپ پیل کړ، چې ۴۵ تنه پکې وو. دوی په کابل کې ۵ لوبې وکړې او په پای کې یې ۲۷ لوبغاړی د جلال‌ آباد، ننګرهار تمریناتی او روزنیز کمپ ته غوره شول. په دغه کمپ کې هم لوبغاړو ۴ لوبې وکړې چې بیا ترې راتلونکو دواړو جامونو ته ۲۰ لوبغاړی غوره شول))د کرېکټ بورډ اجرائیه مشر نصیب خان هم ډاډ ورکړی، چې د راتلونکو سیالیو لپاره د نولس کلنو کم عمره لوبغاړو هغه لوبډله غوره شوې چې بشپړ استعداد لری او په تېره نږدې کې یې خپله وړتیا ثابته کړې ده.په دغه نوملړ کې لاندې لوبغاړی غوره شوی، (سلیمان ساپی (لوبډلمشر)، سلیمان عربزی، بلال سعیدی، الله نور، محمد الله، اعجاز مهری، خیبر ولی، ننګیال، عبدالهادی وېکټ ساتونکی، اعجاز احمدزی مرستیال لوبډلمشر، نوید اظهار، بلال سمېع، فیصل، نوید ځدران، نوراحمد، شاهد حسن، یونس، بلال طاهری، خلیل احمد او اسحاق محمدی وېکټ ساتونکی)، شامل دی.ټاکل شوې ده، چې د ۱۹ کلنو آسیایی جام د روانې دیسمبر میاشتې په ۱۹مه په متحده عربی اماراتو کې پیل شی. په آسیایی جام کې د افغانستان په ګډون هندوستان، پاکستان، سریلانکا، بنګلادېش، کویټ، نیپال او د متحده عربی اماراتو لوبډلې ګډون کوی.له آسیایی جام وروسته د افغان ۱۹ کلنو لوبډله ویسټ انډیز ته ځی او د ۱۹کلنو په نړیوال جام کې ګډون کوی. افغان لوبډله په سی ګروپ کې له پاکستان، زمبابوې او پی.این.جی سره لوبې لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید