روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د آذربایجان د پوځی الوتکې د راغورځېدو په پېښه کې ۱۴ کسان وژل شوی

د آذربایجان د سرحدی ځواکونو د پوځی الوتکې د راغورځېدو په پېښه کې ۱۴ کسان وژل شوی او دوه پوځیان ټپیان شوی دی.دغو ځواکونو او د دې هېواد د لویې څارنوالۍ دفتر په ګډ بیان کې ویلی، چې دغه الوتکه د ختیځ خیځی ښار هوایی ډګر ته نږدې د پوځی مانور په مهال راغورځېدلې ده.په بیان کې وېیل شوی ،چې په دې پېښه کې د دوو ډګروالانو او پنځو جګړه‌نانو په ګډون ۱۴ افسران وژل شوی او د یوه ډګروال په ګډون دوه افسران ټپیان شوی دی.په بیان کې ویل شوی ،چې د دې پېښې په اړه څېړنه پیل شوې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید