د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
په اروپا کې د کورونا ویروس له دویمې څپې څو اوونۍ وروسته یو شمېر هېوادونه سخت بندیزونه بېرته نرموی.
دا هېوادونه په داسې حال کې په قیوداتو کې نرمښت راولی، چې د کرسمیس رخصتیو ته څه کم یوه میاشت پاتې ده او له بلې خوا د بندیزونو له کبله د ټولنیزو او اقتصادی اغېزو اندېښنه شته.د فرانسې ولسمشر ایمانوئیل مکرون به راتلونکې اوونۍ د کورونا وبا د وضعیت په اړه ملت ته وینا وکړی او ممکن په خپل هېواد کې یو شمېر بندیزونه چې د اکتوبر له دېرشمې څخه پیل شوی، لېرې کړی. په جرمنی کې په دې بحثونه روان دی ،چې بندیزونه تمدید شی او که نه؟ په هغه هېواد کې د روانې میاشتې تر پایه بندیزونه اعلام شوی دی.د برېتانیا صدراعظم بوریس جانسن غواړی، چې له مهالوېش سره سم د دسمبر په دویمه ټولبندی ختمه کړی.ګومان کېږی چې د کرسمس په رخصتیو کې به د کورونا مثبتې پېښې په بېساری ډول ډېرې شی.