روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

دکورنیو چارو وزیر له کاملوف سره لیدنه کې:د ازبکستان له خوا دپلی کېدونکو پروژو امنیت ته په جدی پاملرنه وکړو

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقانی د ازبکستان د ملی امنیت شورا سلاکار او د بهرنی سیاست له ځانګړی استازی عبدالعزیزکاملوف سره کتلی دی. د ښاغلی حقانی او ښاغلی کاملوف لیدنه د غبرګولی په ۲۹ تمه د کورنیو چارو وزارت کې شوې او دواړو لورو د اړیکو پر پراختیا، امنیت او اقتصادی اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دی. د کورنیو چارو وزارت په خپله ټوېټر پاڼه لیکلی، چې ښاغلی حقانی د افغانستان په اړه د ښاغلی کاملوف د رول ستاینه وکړه او هغه ته یې د نوې دندې مبارکی ورکړه.

سرچینه زیاتوی، چې په لیدنه کې په افغانستان کې په ډاډمن امنیت بحث وشو او دواړو لوریو پر دې ټینګار وکړ چې له نویو اقتصادی فرصتونو د ښې ګټې اخیستنې لپاره ډاډمن امنیت اړین دی.

ښاغلی کاملوف د کورنیو چارو له وزیر څخه وغوښتل چې د ترمز – مزارشریف – کابل- پېښور د رېل پټلۍ د طرحې پلی کېدو په خاطر د امنیت تامین لپاره ځانګړې پاملرنه وکړی.د سرچینې په وینا: ښاغلی حقانی ټینګار وکړ، چې د رېل پټلۍ دغه پروژه د سیمې او افغانستان په اقتصادی ښېرازۍ کې مهم رول لوبولای شی.په ورته وخت کې ښاغلی حقانی د دواړو هېوادونو تر منځ دوستانه اړیکې وستایلې او ډاډ یې ورکړ، چې دوی به د ټولو ملی پروژو په ځانګړې توګه د هغو پروژو چې د ازبکستان له خوا پلې کېږی، لکه د رېل پټلۍ او برېښنا امنیت ته جدی پاملرنه وکړی.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویلی، اسلامی امارت توانېدلی ،چې امنیت ټینګ کړی، خصوصاً له ګاونډیو هېوادونو سره پر شرېکو پولو د امنیت ټینګښت ځانګړی اهمیت لری.

په پای کې دواړو لوریو ژمنه وکړه چې د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا نږدې کېدو لپاره به هڅې وکړ تر څو دواړه ملتونه له اقتصادی فرصتونو څخه ښه ګټه پورته کړای شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید