روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

 دوکتور محمد حکیم حیدر:آنلاین او اسعاری فعالیتونه باید قانونی شی،چې د افغانۍ ثبات وساتل شی

د لومړیو دوو ټکو په څنګ کې د Foreign او Exchange شتون د بهرنیو اسعارو د بدلولو بازار جوړوی.په دغه بازار کې د پیسو بدلوونکی د بهرنیو اسعارو په بدلولو لاس پورې کوی.د پیسو معامله پر ډالرو او یورو او  نورو ارزښتناکو اسعارو په برابر ډول ترسره کېږی.فورکس په آنلاین ډول له کلونو راهیسې د اسعارو بدلولو ته وایی.په افغانستان کې هم دغه کار رواج لری ،چې معاملې او راکړه ورکړه په آنلاین ډول تر سره کېږی.داسې کسان هم شته،چې له هېوادوالو تردې نامه لاندې ډالراخلی،چې په آنلاین ډول سره ګډه سوداګری پیلوی او د هرچا د ډالرو د اندازې په کچه ګټه ورکول کېږی،خو له یوې مودې وروسته اصلی معامله کوونکی د خپلو شریکانو ډالر تښتوی او اروپایی یا ګاونډیو هېوادونو ته ځی.څو ورځې وړاندې د افغانستان بانک له جواز پرته د آنلاین معاملو یا فورکس فعالیتونه منع اعلان کړل. په دې اړه د هېواد ورځپاڼې خبریال یو رپوټ برابر کړی،چې خپرېږی.د اقتصادی چارو کارپوه دوکتور محمد حکیم ((حیدر)) د فورکس او آنلاین معاملو په اړه وایی:دآنلاین اسعاری فعالیتونو او د صرافیو د فعالیتونو د قانونی کېدو او کنترول له لارې د افغانۍ ثبات ساتل کېدای شی.د آزاد اقتصاد په چوکاټ کې د ټولنې هروګړی دا حق لری،چې په اقتصادی فعالیتونو لاس پورې کړی،خو په دې شرط چې دغه فعالیتونه مشروع وی.هغه معاملې چې د فورکس او آنلاین له لارې په  کورنۍ او نړیواله سطحه ترسرکېږی معامله کوونکی د خپلو هېوادونو له مرکزی بانکونو څخه د فعالیت جوازونه په واک کې لری،خو هغه کسان،چې جوازونه نه لری هغوی د فورکس او آنلاین فعالیتونو حق نه لری.د فورکس او آنلاین معامله ګرو ډېر فعالیتونه مالی دی،چې په آنلاین ډول مدیریت کېږی.

ده زیاته کړه: خصوصی سکتور او متشبثین باید له قضایی پلوه وڅارل شی. کوم کسان چې د فورکس چارې تر سره کوی هغوی باید د یوه ډاډمن او د باور وړ مرکز غړی وی،چې د نوروغیر مسئولو کسانوڅخه مخنیوی وشی.

ښاغلی حیدر وویل: موږ د آنلاین او اسعاری فعالیتونو د قانونی کېدو او کنترول له لارې د افغانۍ ثبات او ارزښت ساتلی شو.په افغانستان کې هم د فورکس چارې د هغو کسانو له خوا ترسره کېږی،چې له کمپیوټر ، انترنت او د نورې معلوماتی تکنالوژۍ سره بلدتیا لری.دغه کسان پرته له بانکی اجازه لیک څخه آنلاین فعالیتونه ترسره کوی.په پخوانی نظام کې هم د فورکس او آنلاین چارې د یادو کسانو له خوا ترسره کېدې،خو د درغلۍ د شتون له امله یې فعالیتونه ودرول شول.اوس،چې کوم کسان د فورکس او آنلاین فعالیتونه ترسره کوی دوی لکه د نورو هېوادونو د وګړو په څېر باید قانونی جوازونه تر لاسه کړی،چې آنلاین فعالیتونه یې قانونیت پیدا کړی.دا چې د دغو کسانو فعالیتونه ممنوع اعلان شوی، له دې کار څخه موخه داده،چې جوازونه ترلاسه کړی.په ټولو هېوادونوکې دغه نړیوال آنلاین اقتصادی فعالیتونه د هغو کسانو له خوا ترسره کېږی،چې اقتصادی وړتیا او توان ولری.ډېر کسان د آنلاین او فورکس له لارې د ډېرې شتمنۍ څښتنان شوی دی.

دوکتور ((حیدر)) د صرافیو د نویو جواز لیکونو د ترلاسه کولو په اړه څرګنده کړه:د نړۍ په هېوادونو کې د اسعارو بازار یا صرافیو کې هرڅوک نه شی کولای فعالیت وکړی ،د بېلګې په توګه د هند او ایران د اسعارو په بازارونوکې د صرافانو لپاره یو لړ محدودیتونه شتون لری،تر څو چې د بازار د پیسو نظم ښه کړی.اسعاری فعالیتونه نه یوازې د عرضې او تقاضا د میکانیزم طابع دی، بلکې له روحی پلوه هم د اشخاصو پر فعالیتونو اغېزه کوی.دا چې بانکونه د اسعارو په بازار کې یو لړ محدودیتونه او قیودات وضع کوی لامل یې دا دی،چې هرڅوک نه شی کولی د اسعارو پر تبادله لاس پورې کړی او د قیمتونو له نوساناتو خبر شی،ځکه په دې کار سره د اسعارو د بازار نظم له منځه ځی.

دوکتور حیدری زیاته کړه: په هند کې خلک په بازار کې معاملې په ملی پیسو تر سره کوی،چې په دې کار سره د ملی پیسو د دوران تېزوالی زیاتېږی او د هغه هېواد د پیسو ارزښت ورسره ډېرېږی.زموږ په هېواد کې غیر مسلکی او غیر مسئول کسان د اسعارو بازارته ننوزی او د بازار نظم ګډوډوی،اوس زموږ  ۶۵ سلنه پیسې له دوران څخه وتلی دی او خلک هم خپل باور نسبت افغانۍ ته له لاسه ورکوی.دا ټول تاوانونه او ستونزې د اسعارو په بازار کې د غیر مسلکی او بې جوازه  کسانو د داخلېدو له امله منځ ته راځی.سربېره پر دې د اسعاروپه مارکېټ کې د مرکزی بانک له پالیسۍ  سره سم فعالیتونه تر سره کېږی.بانک هوډ لری،چې دغه کسان ثبت او راجستر شی او د وړتیا په صورت کې جوازونه ورکړی.

له دې وروسته به د اسعارو مارکېټ د مرکزی بانک له خوا کنترولېږی او هغه کسان،چې له جواز پرته اسعاری فعالیتونه تر سره کوی د پېژندلو په صورت کې به له بازار څخه شړل کېږی.تر دې مهاله دغو کسانو پرته له جوازه فعالیت کاوه،خو د جواز په ترلاسه کولو به د دوی فعالیت قانونی شی او ورسره به د اسعارو د مارکېټ نظم هم جوړ شی.هغه کسان،چې پیسې احتکار کوی او کله،چې د پیسو ارزښت لوړېږی خپلې پیسې بازار ته راباسی د دغه کار مخنیوی هم کېدای شی.د اسعارو په بازار کې د غیر مسلکی او بې جوازه کسانو د شتون د مخنیوی لپاره  د افغانستان بانک د صرافیو د شرکتونو د فعالیت لپاره د کابو ۵ میلیونو افغانیو د ضمانت غوښتنه کړې ده،چې وروسته له دغه پړاو څخه به د فعالیت جواز ترلاسه کړی.

دوکتور ((حیدر)) د خپلو څرګندونو په ترڅ کې د افغانۍ د ثبات ساتلو په تړاو ډاګیزه کړه:د پیسو د ثبات ساتلو لپاره بېلابېلې ستراتیژۍ شتون لری البته د هرې پیسې د ثبات لپاره اقتصادی، فرهنګی، سیاسی او ټولنیز شرایط په یوه خاصه زمانی مقطع کې  اړین او ضروری دی.د بېلګې په توګه د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې لومړنۍ پالیسی،چې افغانستان بانک یې باید پلی کړی هغه د اسعارو د تبادلې کنترول دی،چې دغه کار بایدخپله بانک ترسره کړی.که چېرې څوک غواړی سوداګری وکړی بانک کولی شی اسعاری آسانتیاوې ورته برابرې کړی.که چېرې دغه فعالیتونه په پخوانۍ شړېدلې توګه تر سره شی سوداګر ډېره ګټه تر لاسه کوی،خو په دې کار سره د اسعارو د بازار نظم له منځه ځی او تاوان یې دولت او خلکو ته رسېږی.زموږ خلک د هېواد په هر ګوټ کې ،چې ژوند کوی خپلې معاملې دې په ملی پیسو،چې افغانۍ دی ترسره کړی او د بهرنیو اسعارو له ساتلو دې ډډه وکړی ،په داسې حالت کې د افغانۍ ارزښت لوړېږی اوپولی ثبات منځ ته راځی.بیاهم زه خپله خبره تکراروم،څومره چې موږ په خپلو معاملاتوکې له افغانۍ ګټه واخلو د افغانۍ د دوران څرخ  تیزېږی او په دې کار سره د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړېږی او ورسره پر افغانیو د خلکو باور ډېرېږی.

ښاغلی حیدر زیاته کړه:کله،چې خلک له خپلو ملی پیسو کار اخلی پیسې په دوران کې لوېږی او د قید له حالت څخه وزی.په دې کار سره په ټولو معاملاتوکې له افغانۍ ګټه پورته کول رواجېږی،چې ورسره د افغانۍ ارزښت او ثبات لا لوړېږی.زه له ټولو آنلاین معامله ګرو او صرافانو دا هیله لرم،چې د فعالیت جوازونه ترلاسه کړی اوخپلو چارو ته قانونیت ورکړی.

د کابل ښار اوسېدونکی عبدالولی،چې د اسعارو د تبادلې کار په سیار ډول ترسره کوی د فورکس او د پیسو د تبادلې بهیر په اړه داسې وایی:زما ټوله پانګه څلور لکه افغانۍ ده، زه د وزګارتیا د ستونزې له امله په ښار کې د تبادلې کار تر سره کوم او خپلې کورنۍ ته ډوډۍ پیدا کوم.که چېرې بانک زموږ فعالیت بند کړی هرومرو  بېکاره کېږم، نور داسې کار نه شته،چې زه وتوانېږم خپلې کورنۍ ته ډوډۍ پیدا کړم.نو زه له بانک څخه غواړم،چې د سیارو تبادله کوونکو لپاره هم آسانتیاوې برابرې کړی؛ځکه څومره چې په بازار کې د پېرونکو او پلورونکو تراکم زیاتېږی هغومره معاملې زیاتېږی او ورسره خلک په کار بوختېږی.زموږ هېواد جګړو ځپلی دی اوله نورو هېوادونو سره یې اقتصادی شرایط توپیر لری.زه هیله من یم،چې زموږ ستونزې په پام کې ونیول شی او یو طرفه تصمیم ونه نیول شی.

احمد ضیا‌ءد کابل ښارد اتمې ناحیې اوسېدونکی،چې د اسعارو بازارته د تبادلې لپاره راغلی د آنلاین فعالیت په تړاو وایی:زما له انده د آنلاین معامله ګرو او د اسعارو د تبادلې فعالیت څومره،چې قانونی شی هغومره به د دولت او خلکو په ګټه وی؛ځکه درغلی په آنلاین فعالیت او د اسعارو په تبادله کې ډېره شوې ده .زمایو انډیوال د اسعارو بازار ته د پیسو د تبادلې لپاره تللی و،خو کله،چې خپلې پیسې یې په کورکې چک کړې یو زرګون نوټ په کې ناچله وخوت،خو کله چې بېرته بازار ته ولاړ سیار تبادله کوونکی نه و او څوک دومره وخت هم نه لری،چې په بازار کې ساعتونه وګرځی او خپلې زر افغانۍ ترلاسه کړی.دا،چې مرکزی بانک صرافانو ته د پولی ضمانت ورکولو په وړاندې د فعالیت جواز ورکوی دا یو نېک اقدام د افغانۍ د ثبات ساتلو لپاره دی .په داسې یوه حالت کې څوک درغلی نه شی کولی.په آنلاین فعالیت کې هم ځینې کسان لومړی خپل اعتبار ډېروی او بیاچې شریکان یې ډېر شی پیسې تښتوی او ځان ورکوی.بیا هم زه خپله خبره تکراروم او هغه داچې ټول آنلاین او اسعاری فعالیتونه باید قانونی شی او معامله کوونکی دې جوازونه ترلاسه کړی.

(( نوری))

 

 

ممکن است شما دوست داشته باشید