د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان په شمال کې د پوځ چارواکی وایی ،چې د فاریاب دولت آباد او د کندوز و خان آباد ولسوالۍ بېرته د افغان ځواکونو لاس ته ورغلی.په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول ادرو د چهارشنبې په ورځ په خبرپاڼه کې وېیلی، چې افغان ګډو ځواکونو وړمه شپه پر دولت آباد ولسوالۍ چاڼیز عملیات پیل کړل او وتوانېدل، چې دولت آباد ولسوالی بېرته په خپل واک کې واخلی او طالبانو ته ماتې ورکړی.په خبرپاڼه کې راغلی ،چې د دغو عملیاتو د زیان او مرګ ژوبلې جزیات به وروسته شریک شی.په ورته وخت کې د کندوز امنیه قوماندان فرید مشعل وېیلی، چې د کمانډو ځواکونو په مرسته د دغه ولایت خان آباد ولسوالۍ هم بېرته له طالبانو نیول شوې ده.د قوماندان مشعل پر وینا خان آباد ولسوالۍ او دری نور کلی د سه شنبې په ورځ په مکمل ډول تصفیه شول.د کندوز امنیه قوماندان زیاته کړې، چې په دغه عملیاتو کې د څو قوماندانانو په ګډون ۲۰ طالبان وژل شوی او ۱۰ نور ټپیان دی.