روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

دولتی پوهنتونونو ته د محصلینو د  جذب ظرفیت دوه برابره شوی

د لوړو زده کړو وزارت وایی، چې سږ کال به د کانکور ازموینې ۱۱۵ زره ګډوانوال دولتی پوهنتونونو ته جذب کړی. د دغه وزارت ویاند احمد تقی له رسنیو سره په مرکه کې ویلی ،چې تېر کال د کانکور ازموینې له لارې شاوخوا ۶۸ زره کسان دولتی پوهنتونونو ته جذب شوی وو ،خو په وینا یې چې سږ کال د دولتی پوهنتونونو د جذب ظرفیت نږدې دوه برابره شوی او ټاکل شوې چې ۱۱۵ زره کسان ورته جذب شی. د ازموینو ملی ادارې هم ویلی ،چې د کانکور ازموینې اخیستلو ته یې چمتووالی نیولی او د روانې تلې میاشتې په لړ کې به له کابل پرته د ټولو ولایتونو ازموینه په یوه پړاو کې واخلی.

ممکن است شما دوست داشته باشید