روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

دملی فاع وزارت: د ملی اردو غړیتوب ته ۱۳۰ زره ځوانانو نوم لیکنه کړې

 

د افغانستان د ملی دفاع وزارت وایی، چې په نوی اردو کې د غړیتوب لپاره تر اوسه څه باندې ۱۳۰ زره کسانو نوم لیکنه کړې ده.د ملی دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمی ویلی: ددفاع وزارت پلان لری، څو په هیواد کې  ۱۵۰ زره کسیزه اردو جوړ کړی.د خوارزمی په وینا: د دغه اردو د جوړولو په برخه کې جدی کار روان دی.نوموړی زیاته کړې، چې تر اوسه څه باندې ۱۳۰ زره کسانو په اردو کې د شاملېدو لپاره نوم لیکنه کړې ده او دا بهیر دوام لری.ویاند زیاتوی، چې د نوم ‌لیکنې بهیر په بشپړېدو سره به افغانان د یو مجهز، خپلواک او ژمن اردو شاهد وی.ددفاع وزارت ویلی: د نوې اردو د یونیفورم په اړه تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې او زیاتوی ،چې دا چاره به وخت ونیسی.

ممکن است شما دوست داشته باشید