روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

دملی دفاع وزارت ډیورنډ فرضی کرښې ته څېرمه پوستې جوړوی

په ختیځ کې امنیتی مسئولین ډیورنډ فرضی کرښې ته څېرمه د پوځی پوستو جوړېدو خبر ورکوی.

د ٢٠١ خالد بن ولید قول اردو ویاند مولوی وحیدالله محمدی رسنیو ته ویلی، د ملی دفاع وزارت په لارښوونه به د کونړ ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ او نورو سیمو کې د ډیورڼد فرضی کرښه ته څېرمه د افغان ځواکونو۴۶ نوې پوستې جوړې کړی.

نوموړی وایی: د یادو پوستو جوړېدو هدف په سیمه کې د ورانکاره فعالیتونو مخنیوی او د خلکو د امنیت خوندیتوب دی.

د کونړ ځایی اوسیدونکی هم خوښ دی او وایی، که ډیورند فرضی کرښې ته څېرمه امنیتی پوستې زیاتې شی،  د امنیت د ټینګښت ترڅنګ به د پاکستانی لوری د وخت ناوخت مخکې راتګ او ورانکاریو مخه ونیول شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید