روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

درې نیم میلیونه روږدی د تېر نظام او د دېموکراسۍ او اشغال ډالۍ ده

د افغانستان داسلامی امارت د عامې روغتیا وزارت مرستیال  ډاکټر عبدالباری وایی: نړیوال بانک او نورو سازمانونو ژمنه کړې وه،چې په افغانستان کې به د روغتیا برخه نه سیاسی کوی او تر ۲۰۲۴ م کاله به له افغانستان سره مرستې کوی، خو د اسلامی امارت په واکمنېدو سره نړیوال بانک او یو شمېر نورو نړیوالو سازمانونو،چې د روغتیا له برخې یې مالی ملاتړ  کاو، په خپلو ژمنو نه دی درېدلی.

عمر وایی: په دغه کار سره په افغانستان کې د روغتیا برخه له ستونزو سره مخ ده او دوی په ډېرو کمو امکاناتو ډېر څه کړی او کوی یې.

 عمر زیاته کړه: (( خپلې هغه ژمنې یې چې دلته زموږ له خلکو سره درلودې، کله یې چې دا مرستې بندې کړې او پر خپلو تعهداتو ونه درېدل، نو د دغو مرستو د بندېدو له امله دلته یو لړ ستونزې رامنځته شوی. که چېرې دوی د تېر نظام په وخت کې هم دغه مرستې بندې کړې وای،  دغه حالت رامنځته کېده، دا معلومه خبره ده.))

په ورته وخت کې عمر وایی:  درې نیم میلیونه روږدی کسان،چې د درملنې برخه کې یې هېڅ هېواد او سازمان ورسره مرسته نه کوی، دوی یې په اوس په کمو امکاناتو درملنه کوی.

عمر زیاته کړه: (( درې نیم میلیونه روږدی کسان لرو. درې نیم میلیونه روږدی د تېر نظام، د دېموکراسۍ او اشغال ډالۍ ده. زموږ هېواد ته که هره ورځ یو روږدی کس تر درېوو ډالرو لګښت ولری د ورځې موږ لس اعشاریه پنځه میلیونه ډالره د روږدو په وسیله سوځوو.))

د کورونا وبا د مخنیوی برخه کې د وزارت معلومات دا دی،چې تر اوسه د دغه وېروس نوې بڼه په افغانستان کې نه ده ثبت شوې، خو دوی یې د مخنیوی لپاره هڅې پیل کړی دی.

عمر زیاتوی: (( نړیوال بانک دلته تعهدات درلودل، چې تر ۲۰۲۴ م کال پورې به دغه روغتونونه فعال وساتی، خو کله چې اسلامی امارت د هېواد پر سل سلنه خاوره حاکم شو او دلته یو اسلامی او شرعی نظام اعلان شو، جنګ ختم شو،سوله راغله او خلک ارام شول، نو نړیوال بانک اعلان وکړ، چې موږ به د نورو پروژو ترڅنګ د کویډ ۱۹ پروژه هم نوره نه تمویلو وو، چې په هېواد کې  دننه د مالیې وزارت له خوا ورته بودیجه نه وه تخصیص شوې پیسې موجودې نه وې او هلته نړیوال بانک خپلې مرستې بندې کړې.)) 

دعامې روغتیا وزارت وایی: ۳ اعشاریه ۲ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دی او بې کیفیته درمل، پوره خوړو ته نه لاسرسی، فقر، د جګړې اغېزې او ماشوم ته د شیدو د ورکړې برخه کې د میندو ناپوهی یې لوی لاملونه وبلل.

 دی وایی: (( موږ درې اعشاریه دوه میلیونه ماشومان، چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دی،په دغې برخه کې لرو،چې له خوارځواکۍ  سره لاس او ګرېوان دی ۷ سوه زره میندې مو له خوارځواکۍ سره مخ دی، دا هم د اشغال او دیموکراسۍ ډالۍ وه چې موږ ته یې پرېښوده.))

په افغانستان کې د سرطان ددرملنې برخه کې هم ستونزې شته،چې یوازې په جمهوریت روغتون کې یو وارډ په نشت امکاناتو فعال دی.

د عامې روغتیا وزارت هڅې پیل کړی،چې د شعاع ورکولو مرکز جوړ کړی او په دې برخه کې فوق تخصص روغتون ولری.

ده زیاته کړه: (( غوښنه برخه هغه د سرطان برخه ده،چې په دې برخه کې ناروغان ډېر زیات مصارف کوی او له خپله جېبه  یې کوی. موږ به د رادیو ترافی سیستم دلته فعال کړو او په دې اړه مو له یو شمېر هېوادونو او سازمانونو سره خبرې کړې دی، ترڅو په هېواد کې دننه د رادیو ترافی یا د شعاع ورکونې مراکز پرانیزو.)) 

د عامې روغتیا وزارت وایی: د کورونا وبا ضد واکسین په برخه کې د ۲ میلیونه ډوزه په کچه د مرستې ژمنه شوې،چې د روان ۲۰۲۲ م کال د لومړۍ میاشتې تر پایه به را ورسېږی.

محمدکمال افغان 

++++++

ادهانوم:

 ښایی په ۲۰۲۲  میلادی کال کې کرونا ختمه شی

د روغتیا نړیوالې ادارې په نوی کال کې د کرونا د له منځه تلو په اړه خوشبینی ښودلې او وایی: تمه ده چې په دې کال کې به کرونا ختمه شی.

د یادې ادارې مشر تدروس ادهانوم د نوی کال په مناسبت په خپلو تازه څرګندونو کې ویلی: د دې احتمال شته چې په ۲۰۲۲ م کال کې نړۍ د کرونا په له منځه وړلو بریالۍ شی خو د هېوادونو متقابلې همکارۍ ته سخته اړتیا ده.نوموړی زیاته کړې، په دې کال کې باید د نړۍ اویا سلنه خلکو ته واکسین ورکړل شی، خو وایی، د ځینو هیوادونو له لوری د واکسینو ذخیره کول د اندېښنې وړ دی.

د روغتیا د نړیوالې ادارې مشر د نړۍ پر پیاوړو هیوادونو غږ کړی دی، چې د واکسینو تولید ډېر کړی او پر بېوزلو هیوادونو یې ووېشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید