روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

داځل به د دایمی اوربند لپاره زمینه برابره کړو

ولسمشر محمد اشرف غنی د لوى اختر په ورځو کې د اوربند د اعلام په اړه له خلکو سره په سلا مشورو بوخت دىد افغانستان د سولې عالی شورا وایی ،چې ولسمشر محمد اشرف غنی به ډېر ژر په دې اړه خپله پرېکړه له ولس سره شرىکه کړی.د سولې د عالی شورا د دارالانشاء مشر محمد اکرم خپلواک د پنجشنبې په ورځ له آزادۍ راډىو سره په ىوه ځانګړې مرکه کې ووىل چې د اوربند په اړه له ولسمشر نه غوښتنې شوی دی. نوموړی زىاته کړه: ((ولسمشرغنی به ډېر ژر په دې اړه خپله پرېکړه له ولس سره شرىکه کړی د ملت، عالم اسلام((او،اى، سی)) سعودی، قطر او د نورو هېوادونو غوښتنې ورسېدلی او له لازمې مشورې وروسته به د ملت غوښتنو ته مثبت ځواب ووىل شی.))ښاغلى خپلواک وایی: افغان حکومت له طالبانو سره د اوربند اعلام ته چمتو دى او هىله ىې وښوده چې طالبان هم دغې غوښتنې ته لبىک ووایی.د ښاغلی خپلواک په خبره اوربند ىوازې د افغان حکومت نه، بلکې د خلکو او اسلامی نړۍ غوښتنه ده.د سولې د عالی شورا دارالانشاء مشر وایی: په افغانستان کې سوله د بىن الاافغانی خبرو له لارې ممکن ده او حکومت به په دې برخه کې خپلې هېڅ ډول هڅې ونه سپموی.د کوچنی اختر په ورځو کې د حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند چې وروسته ىې بىا موده د حکومت له لورې اوږده نوره هم وغځېده په تېرو څو لسیزو کې لومړنۍ تجربه وه چې په ملی او نړىواله کچه ترې هرکلى وشو.له هغې وروسته له طالبانو سره د سولې د خبرو د پىل لپاره هىلې زىاتې شوې، خو طالبانو له افغان حکومت سره د خبرو له کولو انکار وکړ،خو ىوه طالب چارواکی له رسنىو سره په خبرو کې دا منلې چې څو ورځې مخکې د دغه ډلې د استازو او امرىکایی چارواکو ترمنځ په قطر کې خبرې شوی دی.په ورته وخت کې د ملی امنىت د پخوانی ریىس اسدالله خالد په مشرۍ سىاسی حرکت چې وړمه ورځ ىې خپل موجودىت اعلام کړ وایی، چې د سولې له هرحرکته ملاتړ کوی.د دغه حرکت مشر اسدالله خالد ووىل: (( زما له نظره د افغانستان لپاره لومړنۍ اړتىا او هدف د سولې او ثبات ټىنګښت دى، له سولې پرته بىن الافغانی خبرې ممکنې نه دی، موږ په افغانستان کې د سولې د ټىنګښت لپاره له هرې هڅې ملاتړ کوو.))که څه هم تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه چې آىا په لوى اختر کې اوربند کوی او که نه څه نه دی وىلی، خو هىلې شته چې دغه ډله د کوچنی اختر په څېر ورته غاړه کېږدی.د افغانستان د بېلابېلو سىمو خلک وایی ،چې نور له جنګ جګړو ستړی شوی او له هرې ممکنې لارې نه په استفادې باىد د سولې د خبرو د پیل او د تل پاتې سولې د ټىنګښت لپاره هڅې وشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید