د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د ولسمشر دویم مرستیال سروردانش وایی: په تېر یو کال کې چې د سولې هڅې پیل شوی، د طالبانو فعالیت دا په ډاګه کړې چې دغه ډله په واقعی سوله باور نه لری.نوموړی وړمه ورځ په کابل کې د یو شمېر محصلینو د فراغت په غونډه کې ویلی، خلک نه شی کولی له اوربند پرته د چا د سولې په شعارونو تېر وځی.ښاغلی دانش ټینګار کړی ، چې د باور جوړونې لپاره ضرور ده، چې د افغان دولت په محوریت مذاکرات پیل او اوربند هم ورسره هم مهاله ټینګ شی: (( طالبان باید سولې ته د افغان حکومت هرکلی د دولتی ځواکونو او حکومت ضعف ونه ګڼی، بلکې ټول ولس له افغان ځواکونو سره دى او دوی به په قوت د سولې پروسې ته داخل شی.))ښاغلی دانش طالبان ملامت کړل، چې په تېر کال کې یې ښکاره کړه، چې د سولې په کلمه په واقعیت کې باور نه لری: (( طالبانو له فرصت نه په استفاده پر افغان حکومت او متحدینو یې ګوزارونه وکړل او پر ملکیانو یې هم تاوتریخوالى ونه دراوه.))ښاغلی دانش اوسنى نظام، اساسی قانون، ټاکنې، د ښځو او بشری حقونه، د ښاروندۍ حقونه او د وروستیو کلونو لاسته راوړنې د خلکو ارزښتونه وبلل او ټینګار یې وکړ، چې دا لاسته راوړنې به هېڅکله په معامله له لاسه ورنه کړل شی.ښاغلی دانش همدا راز ټینګاروکړ: تر څو د افغانانو نظر په کې وانه خیستل شی، تلپاتې او عادلانه سوله نه شی راتلای. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږی چې زلمی خلیلزاد کابل ته په وروستی سفر کې د سولې مهم پړاو ته د نږدې کېدو ادعا کړې او ویلی یې دی چې دا ځل سفر کې یې ګټورې سلا مشورې کړې دی.