روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

دالله (ج) له لوری د نېک بنده د اولاد ساتنه

محمد علی عظمت

او د الله تعالی له لوری د خپل بنده ساتنه؛ هغه داسې ده، چې الله جل جلاله د هغه بنده ځوځات وساتی او دوستی ورسره وکړی. برابره خبره ده چې د هغه (بنده) د ژوند پر مهال وی او که له مرګه وروسته یې وی.

((فالله خیر حافظا وهو ارحم الرحمین. ژباړه: خیر! الله جل جلاله له ټولو غوره ساتونکی اوله ټولو ډېر رحم کوونکی دی!)) د یوسف سورت، (۶۴) آیت.

دا وینا هغه مهال د یعقوب علیه السلام له خولې ووتله، کله یې چې زوی (یوسف علیه السلام) له ده نه ورک او پناه شو او دا ور یاد شول (په خوله یې ورغلل) چې لېوان به یوسف علیه السلام وخوری، نو ویې ویل: «فالله خیر حافظ وهوارحم الرحمین» ژباړه: خیر! الله جل جلاله له ټولو غوره ساتونکی او ډېر رحم کوونکی دی. او دا ور په زړه شول، چې د ده او د ګران زوی ترمنځ یې بېلتون راغی، نو ویې ویل: «فالله خیر حافظا وهو الرحم الرحمین.))

امام حسن بصری رحمه الله وایی: کله چې د یوسف او یعقوب علیهما السلام ترمنځ بېلتون راغی او بیا دواړه سره یوځای شول؛ نو اتیا کاله ووتل، خو د یعقوب علیه السلام له غمجن زړه نه کله هم غم کډه و نه کړه. تل به یې په اننګیو اوښکې رابهېدلې. او دا مهال د ځمکې پر سر الله تعالی ته له یعقوب علیه السلام څخه څوک ګران او محبوب نه و. ((۱))

نو الله جل جلاله، یوسف علیه السلام خپل پلار ته ورستون کړ. او دا له یوې اوږدې مودې وروسته …

او د موسی او خضر علیهما السلام په کیسه کې راغلی دی، چې دوی دواړه د یوه کلی خلکو ته ورغلل، خواړه یې ترې وغوښتل، خو هغوی انکار وکړ، ډوډۍ یې ور نه کړه. هغو دواړو هلته یو دېوال ولیده، نږدې و، چې وغورځېږی، نو خضر علیه السلام هغه جوړ کړ. بیا یې په دې وینا سره موسی علیه السلام ته د هغه لامل بیان کړ: «پاتې شو دا دېوال، نو هغه په دې ښار کې د هستوګنو دوو یتیمانو هلکانو و او تر هغه لاندې یې خزانه خښه وه او د دوی دواړو پلار نېک انسان و. له دې امله ستا رب دا وغوښتل، چې دا دواړه هلکان د خپلې ځوانۍ مرحلې ته ورسېږی او خپله خزانه را وباسی.» د کهف سورت، (۸۲) آیت.

نو د دوو یتیمانو د پلار صلاح (ښه توب) د الله جل جلاله له خوا د هغه له مرګه پس د هغه د اولاد د ساتنې لامل شو. «فالله خیر حافظا وهو ارحم الرحمین. ژباړه: خیر! الله جل جلاله له ټولو غوره ساتونکی او له ټولو ډېر رحم کوونکی دی!» د یوسف سورت، (۶۴) آیت.

راشد اموی خلیفه (عمر بن عبدالعزیز رحمه الله) ته مرګ په داسې حال کې ورنږدې شو، چې خپل اولاد ته یې هېڅ مال نه و پرېښی. خلیفه مال د الله جل جلاله په لاره کې نفقه کړی و، نو خپل اولاد یې راغونډ کړ، چې شپږ نارینه او شپږ ښځینه وو، اوښکې یې روانې شوې او ورته ویې ویل: بېشکه ما ستاسو لپاره هېڅ مال هم نه دی پریښی. په رښتیا چې تاسو ته هم الواحد الاحد رب جل جلاله پریښی دی. «زما ساتونکی خو الله جل جلاله دی، چې کتاب یې نازل کړی او هغه د نېکانو خلکو ساتنه کوی.» د اعراف سورت، (۱۹۶) آیت.

که تاسو خبره منونکی یاستئ، الله جل جلاله به ډېر ژر تاسو وساتی او که تاسو سرغړانده یاست، نو زه د الله تعالی د نافرمانۍ په صورت کې ستاسو مرسته نه کوم. او دا د ده اجتهاد او رایه وه. ــ الله جل جلاله دې پرې ورحمېږی ــ بیا له دې وروسته وفات شو، نو الله تعالی یې هم له مرګه وروسته د ده د اولاد ساتنه وکړه، تر دې چې علماؤ ویلی: په خلکو کې له شتمنو څخه د ده زامن ډېر بډای وو.

ممکن است شما دوست داشته باشید