روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

داسې درمل چې دوه څاڅکی یې تاسې د عینکو له کارولو خلاصوی

الرګن کمپنۍ د ویټی (Vuity) په نامه د سترګو داسې څاڅکی جوړ کړی، چې د مطالعې د عینکو یا نومره عینکو ځای نیسی.دا درمل، چې د امریکا د خوړو او درملو ادارې په وروستیو کې تائید کړی، په سترګو کې تر څڅولو کابو ۱۵ دقیقې وروسته اغېزه کوی او له ۶ تر ۱۰ ساعتونو د سترګو نږدې نظر تر دې حده ښه کوی ،چې نومره عینکو ته اړتیا نه پاتې کېږی.دا د سترګو د زړېدو د ستونزې د درملنې لپاره لومړنی تائید شوی درمل دی. د انسانانود نږدې نظر عموماً له ۴۰ کلنۍ وروسته کمزوری کېږی.Vuity د دې درمل جنریک یا تجاری نوم دی او درملتونه یې یوازې د ډاکتر په نسخه او سپارښتنه پلورلی شی.دا څاڅکی د سترګو د کَسی اندازه کموی. د سترګو د کسی د اندازې کمېدا د سترګو د تمرکز عمق یا د نظر د میدان عمق زیاتوی او سترګو ته امکان برابروی ،چې په طبیعی ډول هر شی چې په هر واټن کې وی، ښه تمرکز ورباندې وکړای شی.ویل شوی ،چې په لومړیو کې دا څاڅکی ممکن د ځینو د سترګو تمرکز ګډوډ کړی، خو دا ستونزه په تدریج له منځه ځی.د دغو څاڅکو په کلینیکی ازمښتونو کې څرګنده شوه، چې ځینو کسانو ته ډېر کمزوری جانبی عوارض پېښوی، مثلاً ممکن سترګې یې سرې شی یا سردردی ورته پیدا شی.Vuity څاڅکی په ۷۵۰ تنو، چې د سترګو نږدې نظر یې کمزوری شوی و، ازمویل شوې. هغو کسانو چې دا څاڅکې یې وازمویل له درېو تر څلورو کرښې یې چې پخوا یې بې عینکو نه شوای لوستلی، ولوستلی شوې.دا څاڅکی د هغو کسانو لپاره لا ډېرې اغېزمن ثابتې شوې،چې عمرونه یې د ۴۰ او ۴۵ کلونو ترمنځ دی،خو له ۶۵ کلونو وروسته یې اثر کمېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید