روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

خپلواک هیواد او خپله بودیجه…!

د روانې اوونۍ په پیل کې د افغانستان د اسلامی امارت د زعیم امیرالمؤمنین شیخ هبه الله اخندزاده اودکابینې له تصویب وروسته د مالیې وزارت د روان ۱۴۰۱ل کال لپاره ۴،۲۳۱ میلیارده افغانۍ بودیجه اعلان کړه، چې له دې جملې څخه ۴،۲۰۳ میلیارده افغانۍ عادی بودجه او ۹،۲۷ میلیارده افغانۍ پراختیایی،انکشافی بودیجه ده.

که څه هم نوې بودیجه د تېر ۱۴۰۰ ل کال په پرتله کمه ده، په ځانګړې توګه پراختیایی بودیجه؛ خو ښه خبره داده چې په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان حکومت په لومړی ځل داسې بودیجه اعلانوی، چې هېڅ بهرنی ملاتړ نه لری، بلکې په بشپړه توګه له کورنیو عوائدو تمویلېږی.

په تېرو دوو لسیزو کې، چې افغانستان د امریکا او ناټو له لوری اشغال و، د هر کال بودیجه به تر ډېره پر بهرنیو مرستو تکیه وه او همدا لامل و، چې د لګښت د ځای  او ترتیب په هکله تصمیم یې هم د بهرنیانو له خوښې پرته د هغه مهال دکابل ادارې په خپل سر نشوای نیولی، بلکې دا هر څه د بهرنیانو په خوښه کېدل.

هغه مهال دملی بودیجې پنځوس سلنه  په پردۍ او د امریکا او اروپا د امنیت ساتلو په جګړه مصرفېده او د پاتې نورې ډېره برخه د فساد له امله ضایع کېده؛ خو اوس چې الحمد لله اسلامی او خپلواک نظام حاکم دی، جګړه او د بهرنیانو فشار نشته؛ نو د لګښت د ځای او ترتیب په اړه تصمیم یې هم د افغانانو په لاس کې دی.

هغه مهال د بودیجې یوه بله لویه ستونزه دا وه، چې د اشغال په سیوری کې د راغلی نظام له لوری جوړ شوی دولتی ترتیب کې ځینو لوړپوړو او بهرنیانو ته مطرح او د هغوی د ګټو پالونکو ته ډېر لوړ معاشونه او له کچې زیات امتیازات ورکول کېدل، خو د افغانستان اسلامی امارت له خپلې واکمنۍ او د نظام له بدلون را وروسته، د هېواد د ژغورنې او پر ځان بسیاینې په موخه د ټولو دولتی کارکوونکو معاشونه او نور امتیازات وڅېړل چې  له مخې  یې د لوړ پوړو چارواکو، قراردادی کارکوونکو (NTA) ) او سوپر سکېل معاشونه او امتیازات چې پخوا ډېر  لوړ وو، کم شول او د ټیټ رتبه مامورینو معاشونه پر خپل حال پرېښودل شول.

په بهرنیو مرستو ولاړې بودیجې په افغانانو کې د خپلواکۍ حس کمزوری کړی و او پر ځای یې دا احساس غښتلی کړی و، چې که امریکا او متحدین یې له افغانستان څخه ووځی، افغانان په یوازې سر او په مستقل ډول نشی کولی، چې خپل هیواد وساتی؛ خو د اسلامی امارت په راتګ سره دا ټولې فرضیې باطلې ثابتې شوې او اصیلو افغانانو نړۍ ته وښوده چې دوی په هره برخه کې د خودکفایۍ او ځان بسیاینې توان او هوډ لری.

د نوې بودیجې د اعلان پر مهال د مالیې وزارت له لوری جوړ شوی مطبوعاتی کنفرانس کې، چې د ریاست الوزرا  اداری مرستیال مولوی عبدالسلام حنفی او د افغانستان د اسلامی امارت یو شمیرسرپرستو وزیرانو پکې ګډون کړى و،د ریاست الوزرا اداری مرستیال مولوی عبدالسلام حنفی ملی بودیجه د دولت د پالیسۍ د تطبیق یوه وسیله وبلله او ویې ویل چې د ١۴٠١ مالی کال بودیجه په بشپړ ډول له کورنیو عوایدو څخه تمویلېږی او په کې د غیرضروری لګښتونو او د لوکسو توکو د پېرلو مخه نیول شوې ده.

څومره چې افغانستان د بهرنیانو له سیاسی، اقتصادی او نظامی نفوذ څخه لرې کېږی، په هماغې کچه د ځان بسیاینې، خودکفایۍاو خپلواکۍپر لور ګامونه اخلی، د نړۍ هېڅ ملت هم له سختیو او د کړاوونو له ګاللو پرته سود او سوکالی نه ده لیدلې. د نړۍ ستر ځواکونه او په ځانګړې توګه امریکا او لوېدیځه نړۍ کوښښ کوی، چې د اقتصادی مرستو په نامه هیوادونه او ملتونه مستعمره وګرځوی او تر ډېره په خپله دې هڅه کې بریالی هم ښکاری.

که موږ غواړو چې په ټوله معنا ازاد واوسو او پر خپلو پښو ودرېږو، باید د خپل نظام د خپلواکو اقتصادی او سیاسی تګلارو کلک ملاتړ وکړو، د امنیت په تامین او د قوانینو په تنفیذ کې له اړوندو چارواکو سره مرسته وکړو او په ګډه خپل هیواد آباد کړو.

ممکن است شما دوست داشته باشید