روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

خوستی مسافر د پاسپورټونو د وېش غوښتنه کوی

که څه هم په خوست کې شاوخوا دوې اوونۍ وړاندې د پاسپورټ ادارې خپل کارونه پیل کړل، خو له یوې اوونۍ تېرېدو وروسته یې د پاسپورټونو وېش بیا ځلې بند کړ. د نواب خان په نامه مسافر وایی: لس میاشتې وړاندې خپل هېواد ته په رخصتۍ راغلی، خو اوس مهال یې په پاسپورټ کې کمې ورځې پاتې دی.هغه زیاتوی: که یې ژر پاسپورټ نوی نشی، نو وېزه له لاسه ورکوی:((دوبۍ ته روان یم، وېزه مې لګولې، خو پاسپورټ په ختمېدو دی، تر ۱۲ میاشتې وخت یې راکړی، خو دلته کار پرې نه کېږی، باید چې کار پرې وشی او موږ مسافرو ته لاره راکړی.))د خان په نامه بل مسافر ،چې په متحده عربی اماراتو کې مزدوری کوی او په ۳ میاشتو رخصتیو وطن ته راغلی، خو اوس یې پر پاسپورټ وخت تیر دی او زیاتوی، چې شرکت ورته کم وخت ورکړی، څو خپل پاسپورټ نوی او بیر ته کار ته ورشی نوموړی زیاتوی:(( په پاسپورټ مې وېزه لګېدلې، درې میاشتې رخصتی شریکې راکړې، اوس یوه میاشت پرې اوښتې، که چیرې ژر پاسپورټ نوی نه کړم، هر څه مې له منځه ځی.))

په ورته مهال د خوست د پاسپورټ آمر مولوی محمد نوروز زاهد وایی: دوی پوره هڅه کړې، چې د پاسپورټ کارونه چټک او د پخوا په نسبت ډېر کار وکړی، خو زیاتوی ،چې د پاسپورټ ریاست د لارښوونې له مخې یې څو ورځې کارونه ځنډولی دی.مولوی زاهد زیاتوی، چې هغه خلک به بیرته پاسپورټ ریاست ته را وغوښتل شی، چې پخوا یې کارونه پرې کړې او یایې خپلې عریضې اړوند ریاست ته سپارلې دی: ((دخلکو د ضرورت په اساس موږ ډېر زیات کار کړی، موږ په یوه اوونۍ کې د درېیو میاشتو کار کړی، وروسته له ریاست څخه یو مکتوب راغی، چې تاسې زړې عریضې وڅیړئ، نو په دې اساس زموږ کار د یو څه وخت لپاره ځنډېدلی دی، کله چې زړې عریضې خلاصې شوې بیا پر نوو کار پیلوو.)) د مسوولینو په وینا، بله لویه ستونزه د مناسب ځای نشتون و، چې د کارونو د ځنډ لامل شوی، خو زیاتوی، چې د پاسپورټونو د وېش لپاره یې بل ځای برابر دی، چې هلته به ټولو نارینه وو او مېرمنو ته د ناستې سهولتونه برابر وی.پر هېواد د اسلامی امارت له واکمنېدو سره هم مهاله په هېواد کې د پاسپورټونو د وېش بهیر ودرید، خو له څه مودې وروسته په کابل او بیا د نومبر میاشتې په ۱۳ مه د خوست په ګډون په اوو نورو ولایتونو کې بیرته پیل شو.دادی اړونۍ کېږی ،چې په خوست کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ درېدلې، چې مسافر او ناروغان یې د ژر پیل غوښتنه کوی. 

بختاجان بختیار

ممکن است شما دوست داشته باشید