روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

خوارځواکی لاهم د ډېرو ماشومانو ژوند ګواښوی

که څه هم په تېره څه باندې یوه نیمه لسیزه کې یو شمېر نړیوالو ادارو له خوارځواکۍ سره د مبارزې په برخه کې ډېرې هڅې کړی، خو له بده مرغه د ماشومانو د خوارځواکۍ په پېښو کې کمښت نه‌ترسترګو کېږی.د بست روغتون مسئولین وایی ،چې په هلمندی ماشومانو کې د خوارځواکۍ پېښې مخ په زیاتېدو دی. دوی وایی، چې یوازې په تېره میاشت کې یې په دغه ولایت کې تر ۹۰۰زیاتې د ماشومانو د خوارځواکۍ پېښې ثبت کړی او ۱۶تنه نورو سا ورکړې ده.د هلمند ولایت د بست ولایتی روغتون آمر ډاکتر فیض‌الله محمدی همدا خبره کوی. نوموړی له رسنیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې ومنله چې بست روغتون ته پر خوارځواکۍ اخته ماشومان ډېر راوستل کېږی.محمدی په هلمند کې په خوارځواکۍ د ماشومانو د اخته کېدو عمده علت فقر، بېوزلی، دا میدوارۍ پرمهال مېندو ته د کافی خوړو نه‌رسېدل او ناوړه دودونه بولی.((ډېر عوامل لری،بې‌سوادی هم ده، د زیاتو ماشومانو زېږون او هغه وخت کې چې ماشوم د مور په نس کې وی،هغه او مور ته یې کافی خواړه نه‌رسېږی.))بست روغتون د خوارځواکو ماشومانو د درملنې لپاره  ځانګړې څانګه لری.د دغې څانګې مسئول ډاکټر اسدالله امینی وایی، چې له استثنایی مواردو پرته هره میاشت په اوسطه کچه ۴۲۷تنه ماشومان چې پر خوارځواکۍ اخته وی، له دوی سره بستر کېږی.
امینی زیاتوی ،چې دغه شمېرې وخت ناوخت بدلېږی رابدلېږی او همېشه په کې زیاتوالی تر سترګو شوی. ((کچه یې مخ په ډېرېدو ده. په ورځنی ډول موږ په اوسطه توګه ۵۰ ناروغ ماشومان هم لرو. عمده علت یې دادی چې په ولسوالیو کې صحی روغتیایی مرکزونه نشته.))د روغتون له مسئولینو سره له خبرو وروسته د کلید خبریال د روغتون هغه برخې ته هم ورغلی ،چې سلګونه خوارځواکی ماشومان په کې په بېلابېلو خونو کې بستر وو. دلته له یوې روغتیایی کارکوونکې حبیبې سره مخ شوو ،چې د ماشومانو پر پالنه او خدمت بوخته وه. حبیبې وویل، چې په دغه روغتون کې دمګړۍ ماشومانو ته د عاجلې درملنې تر څنګ ددوی ښې تغذیې ته هم پاملرنه کېږی.((د درملو ترڅنګ درې ډوله شیدې او بیا چې روغ شی کور کې یو څه درمل او شیدی په تعقیبی ډول هم ورکوو.))همدلته د هلمند ګرشک ولسوالۍ له ښوراب سیمې څخه له یوې راغلې مېرمنې سره هم مخ شوو. نوموړې چې سر تر پښو په څادر کې پوښلې وه وویل، چې له څو ورځو راهیسې یې ماشومه په دغه روغتون کې بستر کړې.دا مېرمن وایی ،چې ماشومه یې پر ډېرو شخصی کلینیکونو هم وګرځوله، خو هېڅ نتیجه یې ورنه‌کړه او په پای کې یې بست روغتون ته راوسته.((دا ماشومه تبه، سردرد، او نفس تنګی لری، مخکې مو بیولې وه، د خصوصی ډاکټر درملو کومه فایده ورته ونه ‌کړه، اوس مو بېرته دلته بستر کړه.))په بله خونه کې د بست روغتون له روغتیاپالې مېرمن مروا سره مخامخ شوو. نوموړې د یوه خوارځواکه ماشوم مور ته ځینې سپارښتنې کولې. له مروې سره له جوړ په خیر وروسته مو د خوارځواکۍ د عواملو په اړه وپوښتله.مروې وویل، چې په خوارځواکۍ د ماشومانو له عمده علتونو څخه د میندو نه‌پوهاوی، بې‌سوادی او ګټورو خوړو ته د کورنیو نه‌لاسرسی دی.دغه راز نوموړې زیاته کړه: که چېرې میندې او پلرونه د زېږون ترمنځ واټن ته پام وکړی او ښځې د امیدوارۍ پر مهال کافی او مقوی خواړه وخوری، پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو کچه راکمېدلی شی. (( لوی علتونه یې دا دی، ډېر خلک عادت لرې چې مېرمنې باندې کال په کال اولادونه زېږوی او د ماشومانو ترمنځ د زېږون واټن نه مراعاتوی، نو مور هم سو‌ تغذیه وی او ماشومان یې هم پر ناروغۍ اخته شی.(( دا یوازې بست روغتون نه‌دی چې په کې خوارځواکه ماشومان بستر دی. د لښکرګاه ښار شمال لوری ته د ملکه ثریا په روغتون کې هم د خوارځواکه ماشومانو د درملنې لپاره یوه څانګه بېله شوې ده.

د ملکه ثریا روغتون د خوارځواکو ماشومانو د څانګې مسئول ډاکتر بسم‌الله احمدزی وویل ،چې په تېرو دوو میاشتو کې په روغتون کې په خوارځواکۍ  اخته پنځه سوه ماشومان راجستر شوی دی.
نوموړی هم د خوارځواکۍ عمده علتونه، د عامه پوهاوی نشست او د خلکو بېوزلی یادوی.
((خوارځواکی په عموم کې ډېرعلتونه لری . خوارځواکی ډېر مرضونه رامنځ ته کوی او ناروغان بیا له غذایی مواد و څخه په کافی ډول انرژی نه‌شی ترلاسه کولای.)) د ملکه ثریا روغتون روغتیایی کارکوونکې مېرمن فوزیه وایی، چې د خوارځواکۍ په وړاندې باید جدی مبارزه وشی او د له منځه وړلو لپاره یې کوټلی ګامونه واخیستل شی . دا مبارزه باید له کورنیو پیل شی.(( زموږ ټولنه خو داسې جوړه ده، ناروغ چې مرګ ته نږدې نه‌شی روغتون ته یې نه بیایی. په کار ده چې خلک دغه ټکی ته زیاته پاملرنه وکړی او خپل ناروغان ژر ترژره روغتیایی مرکزونو ته انتقال کړی.))دیادولو وړ ده چې سږکال په افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو کومه د قیقه سروې نه ده شوې، خو په تېر ۱۴۰۰ ل کال کې د ماشومانو د ملاتړ ادارې اندېښنه ښودلې وه، چې د خوارځواکۍ کچه به په افغانستان کې د تېرو کلونو په نسبت دوه برابره زیاته شی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید