د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغانستان سولې په اړه د سفرونو د لړۍ په دوام دا ځل قطر او افغانستان ته په سفر وتلی دی.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلی، چې د نوموړی سفر د مې پر ۱۷مه پیل شوی.یاد وزارت زیاتوی ،چې ښاغلی خلیلزاد به لومړۍ په دوحه کې له طالب استازو سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک پر پلې کېدو، د طالبانو له خوا د تاوتریخوالی پر کمېدو او بین الافغانی خبرو پیلېدو په اړه پر اړینو اقداماتو خبرې وکړی.اعلامیه وایی چې نوموړی به تر هغه وروسته په کابل کې له لوړپوړو حکومتی چارواکو سره هم وګوری.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلی، چې ښاغلی خلیلزاد به کابل ته د سفر پرمهال د ژر تر ژره بین الافغانی مذاکراتو پیلېدو په اړه د افغان حکومت اقدامات هم له نږدې وڅاری.ښاغلی خلیلزاد د روانې (غویی میاشتې پر ۱۸مه) هم پر یادو او ځینو نورو مسایلو د بحث لپاره قطر، هند او پاکستان ته تللی و.د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی پر داسې مهال د افغانستان سولې په اړه دوحې او کابل ته سفر پیل کړی د ولسمشر غنی او عبدالله د سیاسی هوکړې په اساس پخوانی اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د مصالحې عالی شورا مشر ټاکل شوی دی.زلمی خلیلزاد له یادې هوکړې څخه په ملاتړ پرعبدالله عبدالله غږ کړی و چې ژر تر ژره دنده پیل کړی.هغه د مې پر ۱۷مه په دې پر ټوېټر لیکلی و: (( ډاکتر عبدالله باید په بشپړه چټکتیا او بیړه خوځښت وکړی او د اوسنی افغان حکومت له خوا یې باید رښتونی ملاتړ وشی.))دا سولې په اړه دا هڅې پر داسې مهال تر سره کېږی چې په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالی زیاتېدو راپورونو او افغان حکومت له خوا د طالبانو پر ضد د تعرضی عملیاتو پیلېدو په اړه راپورونه ورکړل شوی دی.