د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
امریکا په افغانستان کې د تاوتریخوالی پر اوسنۍ کچه اندېښنه ښکاره کړې ده.د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په خپلو تازه څرګندونو کې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی غندلی او هغه یې بوږنوونکی بللی دی.د ده په خبره په مذاکراتو کې د امتیاز اخیستو لپاره د تاوتریخوالی ډېرول یو غلط فکر دی، چې کولی شی جګړې اوږدې کړی او د سولې پروسې ته زیان ورسوی.خلیلزاد پر حکومت او طالبانو غږ کړی، چې د دوحې هوکړه او همدا راز ګډه اعلامیه عملی کړی، د تاوتریخوالی له ډېرولو ډډه وکړی او د سولې لپاره ټول خنډونه له منځه یوسی. د دوحې د تړون تر ټولو مهمه غوښتنه د تاوتریخوالی کمول وو، خو طالبانو د هوکړې پر خلاف په هلمند او ځینو نورو ولایتونو کې خونړی بریدونه کړی چې د منلو نه دی.هغه په غور کې د وړمې ورځې برید هم غندلی او له طالبانو په ټینګار سره غواړی ،چې تاوتریخوالی کم کړی او د امتیاز په نیت دې د جګړو په ډېرولو د سولې روان بهیر ته زیان نه رسوی.