روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

خلیلزاد دا ځل له ملا برادر سره د امریکایی قراردادی په خوشی کولو مذاکرات کړی

د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ویلی په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر له مشر ملا عبدالغنی برادر سره لیدنه کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د ژر تر ژره بین الافغانی مذاکراتو پیلېدو په اړه خبرې کړی دی.زلمی خلیلزاد د افغان سولې بهیر کې د آسانتیا رامنځته کېدو په هدف د سفرونو په دوام، دوې ورځې مخکې بیا سیمې ته سفر وکړ او لومړی یې په قطر کې له ملا برادر سره وکتله. ښاغلی خلیلزاد وړمه شپه ناوخته پر خپل ټوېټر لیکلی، چې په دغه لیدنه کې د تاوتریخوالی کمولو، اوربند، د کورونا ویروس پر وړاندې د ښه مبارزې لپاره د زمینې برابرولو، د بندیانو آزادولو، د سولې د بهیر لپاره سیمه ییز او نړیوال ملاتړ او د بین الافغانی مذاکراتو ژر تر ژره پیلېدو په اړه یې خبرې کړی دی.نوموړی زیاته کړې ،چې له طالبانو څخه یې په یادو موضوعاتو کې د پرمختګ غوښتنه کړې ده.د سولې بین‌الافغانی مذاکراتو د پیل لپاره د افغان حکومت له زندانونو څخه د ۵۰۰۰ طالب بندیانو او د طالبانو له بند څخه د ۱۰۰۰ زندانیانو خوشې کول، د طالبانو له خوا د تاوتریخوالی کمول د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې تړون چې د فبرورۍ پر ۲۹مه لاسلیک شو یوه مهمه برخه ده.خو افغان چارواکی وایی، چې د یاد هوکړه لیک تر لاسلیک وروسته د طالبانو تاوتریخوالی برعکس زیات شوی او د افغانستان خلک یې د سولې پر بهیر بې باوره کړی دی.د سولې خبرو کې د پرمختګ او کورونا ویروس سره د مبارزې په هدف افغان حکومت د تیرې یوې میاشتې راپه دې خوا ۹۳۳ طالب بندیان آزاد کړی او طالبانو هم تر دا مهاله له خپل لوری د ۱۳۲ بندی افغان سرتیرو ازادېدو خبر ورکړی دی، خو امنیت شورا ویلی ،چې د طالبانو له خوا تر دا مهاله دوی ته یوازې ۱۰۷ بندیان سپارل شوی ، چې ۵۸ یې امنیتی سرتیری او پاتې یې ملکی وګړی دی.زلمی خلیلزاد همدارنګه زیاته کړې ،چې له ملابرادر سره یې (( د متحدو ایالتونو د وګړی مارک فریریچس د خلاصون لپاره د لازمو اقداماتو)) په اړه هم خبرې کړی دی.پخوانی امریکایی کمانډو فریریچس چې دا مهال یې په افغانستان کې د قراردادی په توګه کار کاوه د جنورۍ میاشتې په وروستۍ کې ورک شو.اسوشیټیډ پرس اژانس د امریکایی چارواکو له قوله راپور وکری و چې ښاغلی فریریچش د طالبانو اړوند حقانی شبکې له خوا تښتول شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید