د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال سکاټ مېلر د سې شنبې په ورځ له دوحې څخه اسلام اباد ته وسېدل. دواړو د پاکستان له لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه سره په افغانستان کې د سولې په روانو خبرو بحث کړی. پاکستانی رسنیو ویلی، په دې کتنه کې د پاکستان نظامی مشرانو د امریکا د هڅو یوځل بیا ملاتړ وکړ او په خپله ژمنه یې ټینګار وکړ، چې جګړې ته د سیاسی جوړجاړی د زمینې په برابرولو کې به خپل رول ادا کړی.خلیلزاد په داسې حال کې اسلام اباد ته تللی، چې په قطر کې له طالب مشرانو سره هم د قطر د بهرنیو چارو وزیر او جنرال سکاټ مېلر په حضور کې لیدنه کړې وه.د طالبانو پر وینا له طالب استازو سره د خلیلزاد په کتنه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې پر تطبیق او د بندیانو پر تبادلې خبرې وشوې. راپورونه وایی ،چې امریکا هڅه کوی، چې له طالبانو سره په قطر کې د فبرورۍ د ۲۹ نېټې موافقه عملی شی.د بندیانو د تبادلې پر سر اختلاف او په بین الافغانی خبرو کې ځنډ د افغانستان د مسلې د سوله ییز حل او د امریکا او طالبانو ترمنځ د قطر د موافقې د عملی کېدو په لار کې خنډونه پېښ کړی دی.