روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

خلک : ارزګان ته دې د کجکی بند برېښنا ورکړل شی

د ارزګان یو شمېر اوسېدونکی وایی، د کجکی د برېښنا بند له امله د دغه ولایت ډېرې ځمکې اوبو لاندې کړی دی، خو دوی ته برېښنا نه ده ورکول شوې.رحیم الله، چې د ارزګان د دهراوود ولسوالۍ اوسېدونکی دی رسنیوته ویلی: لسګونه جریبه ځمکه یې د کجکی بند تر اوبو لاندې کړې ،خو تر اوسه دولت خساره نه ده ورکړې.دی وایی: سربېره پر دې چې خساره نه ده ورکول شوې، د کجکی له برېښنا هم بې برخې دی.نوموړی وایی: (( تر ۲۰ ډېر کلونه کېږی چې زما ټوله هستی د کجکی د برېښنا بند له امله له منځه تللې، خو نه یی دولت زیان راکړیاو نه یی برېښنا زموږ ولایت او یا هم زموږ ولسوالۍ ته ورکړې، یوازې زما مځکه نه ده، چې تر اوبو لاندې شوې، د سلګونو نورو خلکو ځمکی هم لاندې شوی))د کجکی بند د افغانستان د جنوبی ولایت په کجکی ولسوالۍ کې د هلمند پر سیند جوړ دی، چې د ارزګان له د هراوود ولسوالۍ سره ګډه پوله لری او د اوبو د ذخیرې کاسه یی نیمایی د دهراوود ولسوالۍ په مربوطاتو کې ده خو برېښنا هلمند اوکندهار ته ورکول شوې ده.د ارزګان یو بل اوسېدونکی نور الله چې د کجکی د برېښنا له امله له خپلې سیمې بېځایه شوی وایی: ((زما ټوله مځکه د کجکی بند له امله تر اوبو لاندې شوې، زه اوس له خپلې سیمې څخه بېځایه یم او ترېنکوټ ښار ته راغلی یم، زه له دولت څخه غوښتنه کوم چې د کجکی د برېښنا زیان موږ ته رسیږی نو باید برېښنا هم راکړی.))د کجکی د برېښنا بند چې اوس مهال د ۵۱ مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لری د افغان نوی حکومت له لوری د روان میلادی کال د جنوری میاشتې پر ۱۷ مه نېټه په خپره شوې اعلامیه کې راغلی ، چې د کجکی بند د برېښنا د تولید برخه کې چارې په چټکۍ سره پر مخ ځی او د نوی کال تر پیله به د دې بند د برېښنا د تولید وړتیا ۱۵۰ مېګاواټه ته لوړه شی.د ارزګان اوسیدونکی داسی مهال د کجکی د برېښنا غوښتنه کوی چې په دغه ولایت کې هېڅ ډول دولتی برېښنا شتون نلری.ارزګان د افغانستان له لرې پرتو ولایتونو څخه دی چې د بیا رغاونې کارونه پکې کم ترسره شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید