روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

خلبلزاد له درېبو ورځو راهبسې کابل کې څه کوی؟

ىو شمېر افغان سىاستوال د زلمی خلىلزاد د سولې پر هڅو له نىوکې سره واىی، په داسې وخت کې د سولې د هڅو چټکتىا ته اړتىا ده، خو خلىلزاد هر څه سوکه او پرته د افغان ولس په جرىان کې له اچولو څخه روان کړی دی.

خلىلزاد چې له درېـىو ورځو راهىسې په کابل کې پروت دى، واىی، له ګڼو سىاستوالو، فعالانو او مېرمنو سره د سولې د خبرو بىا پىلولو په څرنګوالی سلا مشورې کوی او د مذاکراتو د بىا پىلولو لپاره د دوى نظر اخلی، مګر د هغه په هڅو شکونه ىو ځل بىا زىات شوی چې ګواکې نوموړى ىوه بله لوبه کوی.

دا شکونه وروسته له هغې زىات شول چې خلىلزاد وړم ، ماښام د حامد کرزی په مشرۍ له محمد محقق، ىونس قانونی او منصور نادری سره ځانګړې لىدنه وکړه.

د هغه د نوىو هڅو په اړه د نهضت اسلامی مشر سىد اسحاق ګىلانی واىی، که هر څه همداسې سوکه او بې مفهومه روان وی، سوله به امکان ونلری: (( که دا هڅې ګړندۍ شی، ګټه به ىې زىاته وی، خو چې افغانان هم په جرىان کې واچول شی.))

مدنی فعال عزىز رفىعی بىا له سىاستوالو سره د خلىلزاد په لىدنو ناراضه دى. نوموړى واىی، خلىلزاد له هغو سىاستوالو سره وىنی، چې خلک ىې د سولې په پروسه کې حضور نه خوښوی، مګر تر اوسه ىې له مدنی فعالانو سره ىوه لىدنه هم نده کړې. د چارو شنونکى زهىرالله زهىر بىا تاند ته واىی، د خلىلزاد لىدنې د شک وړ دی ځکه نوموړى له ىوې خوا حکومت ته راپور ورکوی، له بله پلوه د حکومت مخالفو سىاستوالو ته اندېښنه وراچوی تر څو ىې د سولې په پروسه کې له افغان حکومت سره واټن پىدا کړی. نوموړى واىی، خلىلزاد تر اوسه د افغان ولس له واقعی استازو او فعالو سىاستوالو سره نه دی لىدلی چې دا به د سولې په هڅو کې د افغان ولس د غوښتنو کمرنګی زىاته کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید