روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

خلبلزاد د افغانستان د سولې په اړه له پاکستانی چارواکو سره لیدلی

پاکستان وایی، د افغانستان لپاره د امرىکا ځانګړی استازی زلمی خلىلزاد وړمه ورځ په اسلام اباد کې له شاه محمود قرىشی سره په کتنه کې په افغانستان کې د سولې لپاره د پاکستان هلې ځلې وستاىلې.

خلىلزاد وروسته له دې چې تر نامعلومې مودې پورې یې له طالبانو سره د سولې خبرې وځنډولې، اسلام اباد ته لاړ چې باور کېږی د طالبان مشران هلته مېشت دی.

د پاکستان د بهرنىو چارو وزارت له خبرپاڼې سره سم، ښاغلىو خلىلزاد او قرىشی د افغانستان د سولې د پروسې په ګډون د سىمې د امنىت او ثبات په اړه خبرې وکړې.

تېره پنجشنبه زلمی خلىلزاد په قطر کې د طالبانو له استازیو سره خبرې وروسته له دې وځنډولې چې طالبانو په بګرام کې حمله وکړه.                              ۶مخ

خلىلزاد په څو پرله پسې اعتراضونو کې وىلی، طالبان باىد وښیی چې د سولې لپاره د افغانانو غوښتنې ته ځواب وىلى شی او د دې لپاره چې طالبان پر دې مهمه موضوع له خپل مشرتابه سره مشورې وکړی د سولې په خبرو کې لنډ ځنډ راولی.

هغه وړمه شپه پر ټوېټر لىکلی چې د پنجشنبې د ورځې په خبرو کې ىې پر بګرام د وروستۍ حملې له کبله چې لږترلږه دوه کسان پکې ووژل شول او تر اوىا زىات ملکی وګړی ټپىان شول طالبانو ته خپله غوسه څرګنده کړې ده. طالبانو هم په روانو خبرو کې وقفه تاىىد کړې ده.

د پاکستان د بهرنىو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغه هېواد د بهرنىو چارو وزىر د افغانستان د سولې لپاره د امرىکا ځانګړی استازی ته ووىل چې پاکستان له پىله په دې باور و چې د افغانستان مسئله د جګړې له لارې نه شی حل کېداى او ىوازىنۍ حل لاره د خبرو له لارې ممکنه ده.

ده همداراز وىلی، پاکستان هىله لری چې د امرىکا او طالبانو خبرې ژر بېرته پىل شی.

د پاکستان د بهرنىو چارو وزارت وایی چې ښاغلی خلىلزاد ښاغلی قرىشی ته په قطر کې د طالبانو او امرىکا د خبرو په اړه معلومات ورکړل.د چارو کتونکی وایی، د امرىکا او طالبانو په خبرو کې د نه پرمختګ له کبله خلىلزاد اړ شوى چې پاکستان ته لاړ شی او د دغه هېواد له چارواکو وغواړی چې طالبان د تشدد کمولو او په خبرو کې پرمختګ ته وهڅوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید