روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

خبریال د ولس ږغ او د ټولنې هینداره

په ولسواکو نظامونو کې رسنۍ یا ژورنالېزم د دولت د درې ګونو قوو په څېر څلورمه قوه بلل کېږی او خلک ورته خورا درناوى کوی.افغانستان چې کلونو جګړو او ناخوالو ځپلى د وینا آزادی په کې ډېره مخینه نه لری ، خو په نړۍ کې یې بیا تاریخی مخینه اوږده ده.په تېرو څو کلونو کی په افغانستان کې د وینا آزادی، ژورنالېزم او خبریالی ډېر په سرعت پرمختګ وکړ چې سارى یې په ګاونډیو هېوادونو او سیمه کې نه لیدل کېږی.ژورنالېزم هغه سپېڅلې، مقدسه، د باور وړ او د ولس د خدمت مسلک دی، چې په کې ټولنې او هېواد ته ډېر خدمت کېدلای شی.د افغانستان زړورو او په هېواد مینو خبریالانو په سختو شرایطو کې د بدن او ځان په قربانۍ سره وکولای شول چې دوینا د آزادۍ ږغ اوچت او د ژورنالېزم ډیوې بلې وساتی او  د خپلې ټولنې دردونه،ستونزې او غمونه د خپل سپیڅلی مسلک په ژبه تر مسوولو چارواکو  ورسوی.

لکه څنګه چې ویل کېږی خبریال د ټولنې هینداره ده او  د ولس ږغ دی په دې کې شک نه شته، ځکه ټولنه خپله راتلونکې د خبریال په څېره کې لیدلای شی.ژورنالېست هغه څوک دی چې تل د رښتیاوو له کبله د خلکو په زړونو کې ځای لری ژورنالېست داسې څوک دی ، چې دوست او دښمن ورته یو دى، خو که  په دغې خبره هرڅوک وپوهیږی. د دندې پرمهال خبریال ته یوازې د واقعیتونو خپرول اهمیت لری که دغه  رښتیا، د ده په زیان هم 

پای ته ورسېږی.ژورنالېست هغه څوک دى، چې له ژورنالېستیکی اصولو څخه د پوره خبرتیا پر بنسټ خبرونه او رپوټونه اورېدونکو ته وړاندې کړی.خبریال قربانی ورکوی او ځان په خطر کی اچوی ځو ټولنې ته واقعیت دخپل سر په بدله رسوی چې دا کار ډېر کسان نه شی کولای.په دې وروستیو کې ولسمشرمحمداشرف غنی دکب ۲۷ مه د خبریالانو  د ملی ورځې په نامه ونوموله چی دا کار یې د ستایلو او  دوینا د آزادۍ او په افغانستان کې د ژورنالېزم د لا باوری کولو او افغان خبریالانو ته د قوی روحیې ورکولو په معنا دى.زه د یو خبریال په توګه د ولسمشرمحمد اشرف غنی  د دې کار ننګه او ملاتړ کوم او ترې مننه کوم چې د نورو قشرونو په څېر یې خبریال ته هم ورځ ځانګړې کړه.
حافظ احمد نصرت

ممکن است شما دوست داشته باشید