روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

خبریالان کولای شی پرته له وېرې فعالیت وکړی

د لوګر والی حاجی مالې‌خان او مرستیال والی مولوى انعام‌الله صلاح‌الدین د خبریالانو د اتحادیې رییس او د ملی پیوند راډیو له مشر مطیع الله سرور او د لوګر له یو شمېر آزاد خبریالانو سره وړمه ورځ وکتل. ښاغلی مالې‌خان له دوی سره په لیدنه خوښی څرګنده کړه او وویل: د افغانستان اسلامی امارت د آزادو رسنیو د فعالیتونو مخالف نه دی، رسنۍ به تر هغه آزادی وی، چې له دین او اسلامی شریعت سره په ټکر کې خپرونې ونه کړی. ښاغلی مالې‌خان زیاته کړه: زه ټولو خبریالانو ته ډاډ ورکوم ،چې په لوګر کې به د دوی کار او فعالیتونو ته هېڅ ډول خطره متوجه نه وی. د لوګر مرستیال والی مولوی انعام‌الله صلاح‌الدین ویې ویل: خبریالان باید د خپلو ژورنالېستیکی فعالیتونو پر مهال مثبت اندېش ووسی. مولوی انعام‌الله ټینګار وکړ، چې خبریالان باید د خپلو ژورنالېستیکو فعالیتونو ترڅنګ اسلامی ارزښتونو ته ژمن پاتې شی. نوموړی په وینا، لوګر مقام د خبریالانو په دفاع کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی. وروسته د لوګر د ژورنالېستانو د اتحادیې رییس مطیع الله سرور په یاد ولایت کې د فعالو رسنیو د فعالیتونو په اړه خپل راپور د لوګر والی سره شریک کړ. ښاغلی سرور وویل، د خبریالانو خوندیتوب په امنیتی وضعیت پورې اړه لری او اوس امنیتی وضعیت ښه شوی، خبریالان کولای شی پرته له وېرې کار وکړی او د لوګر د پېښو او پرمختګونو په اړه راپور ورکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید