روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

خبریالان د بیان آزادۍ په ساتنه کې ښه او غوره رول لری

 د خبریالانو پرخلاف له جرمونو څخه معافیت ته د پاى ورکولو نړیواله ورځ د وړمه ورځ د افغان خبریالانو د مصوونیت کمېټې په نوښت، د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د سرپرست او کاندید وزیر محمد طاهر زهیر، د دولتی، غیردولتی، رسنیزو بنسټونو استازو او د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشی د ځانګړی استازی په ګډون ونمانځل شوه.د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهیر په یاده غونډه کې خبرې وکړې او ویې ویل: د بشری حقونو ارزښتونو، د بیان آزادۍ او دموکراتې ټولنې ته لاسرسی وړیا نه تر لاسه کېږی، بلکې لګښت غواړی، او ارمانی ټولنې ته، چې ټول انسانی او بشری ارزښتونه په کې د درناوی وړ وی، رسېدل له زیار او هلوځلو پرته ناشونی دی. زهیر زیاته کړه: هغه زحمتونه چې افغانانو د بیان آزادۍ د ترلاسه کولو په برخه کې وېستلی، هېڅ ټولنه به د دغه شان ستونزو شاهده نه وی.ده وویل: زموږ ټولنه، زموږ خلک او د نړۍ خلک اوس د تروریزم له څپې سره مخ دی. د ا‌‌‌طلاعاتو او فرهنګ وزیر زیاته کړه: زموږ په هېواد کې د تروریزم څپه دومره په چټکۍ سره دوام لری، چې بل هېڅ هېواد یې شاهد نه دى، له دغو څپو سره مقابله او پر وړاندې یې درېدل، هڅې او کار غواړی.محمدطاهر زهیر وویل، چې خبریالان سرښندونکی ځواک دی، چې د دغې شومې پدیدې پر وړاندې په لومړۍ لیکه کې ولاړ دی.ده زیاته کړه: زموږ هوډ او اراده دا ده، چې د بیان آزادی وساتو. ده دغه راز وویل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هر ډول طرحې چې د قوانینو په رڼا کې د رسنیو د چارو د ښه والی لپاره وی هرکلى کوی او له ټولوهغو بنسټونو سره چې د بیان آزادۍ او د بشری ارزښتونو د ساتنې لپاره کارکوی همکارۍ ته چمتو دى.د افغان خبریالانو دعدالت غوښتنې کمېټې مسوول صدیق الله توحیدی، د هېواد لوى څارنوال فرید حمید، د بشر د حقوقو د خپلواک کمېسیون رییس شهزاد اکبر، د نې (آزادو رسنیو د ملاتړ بنسټ) مسوول مجیب خلوتګر او د مصونیت او ګډ امنیت د کمېټې غړی نجیب الله مقصودی هم د هېواد د رسنیو د ټولنې په ملاتړخبرې وکړې.د دې غونډې په دویمه برخه کې د روغې جوړې په بهیر کې د آزادو رسنیو د ملاتړ د طرحې په اړوند چې د افغان خبریالانو د مصونیت کمېټې چمتو کړې آزاد بحث وشو.  باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید