روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

خاشقجی په قتل ټرمپ او کوشنر تورن شول

د سی‌ای‌اې پخوانی مدیر جان برنان، ولسمشر ټرمپ او د هغه زوم جارد کوشنر د سعودی خبریال جمال خاشقجی په قتل کې په لاس لرلو تورن کړی دی.نوموړی سی ان ان سره په تازه مرکه کې ویلی، د امریکا او سعودی تر منځ د ګډو ګټو پر بنسټ اړیکې ستایی خو هر هغه څوک چې د خپلو شخصی ګټو لپاره د چا د مرګ سبب کېږی باید وغندل شی او محاکمې ته راښکل شی.برنان د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، له بده مرغه چې بن سلمان ته د خاشقجی د قتل امر ټرمپ او د هغه زوم ورکړی دی.هغه ویلی، بن سلمان یو مستبد حاکم دی او پر وینا یې نوموړی تر اوسه خپل ډېر مخالفین شکنجه او یا هم له منځه وړی دی. برنان د دې خبرې په ځواب کې چې دا کارونه ولې پټ پاتې کېږی ویلی، بن سلمان د خلکو خوله په پیسو پټوی خو پر وینا یې د وخت په تېرېدو به یې ټول حسابونه تصفیه شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید