روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

حکومت په کابل کې په بې وزلو د ۵۰۰ میلیونه افغانیو مرستې وېشی

افغان حکومت د کورونایی قرنطین څخه زیانمنو شویو بې وزله او کارګرو کورنیوباندې د ۵۰۰ میلیونه افغانیو د مرستو ویشلو طرحه تصویب کړه.دغه د ۵۰۰ میلیونه افغانیو مرستې به په کابل کې کارګرو، دلاس پلورونکو او اړمنو کورنیو وویشل شی.د کابل ولایتی اداره وایی، په دې پیسو به اوړه، وریجې، غوړی، دال، لوبیا، چای اوبوره واخلی او دغو کورنیو ته به یې ورسوی.تر دې وړاندې د کرنې وزارت او کابل ښاروالۍ د کابل د بې وزلانو په هر کور د ۵۰ کیلوګرامه غنمو د ویشلو کار پیل کړی و.خو اوس د کابل د والی مرستیاله حنیفه جیروال وایی: ولسمشرغنی ته دوی هم د ۵۰۰ میلیونه افغانیو یوه طرحه سپارلې وه ،چې منظوری یې راغلې او دوی به پرې ۶۰ زره بې وزله کورنیو ته خواړه اونور توکی واخلی.نوموړې وویل: له دوی سره د حج و اوقاف وزارت هم همکار دی او هره ورځ په ۴۰ زره بې وزلانو غذایی مواد ویشی: (( موږ هم لس زره ټنه غنم ویشل غوښتل، خو د ګذروکیلانو ناوړه استفاده وکړه اوخپلوان یې لیستونو کې واچول بیا موږ ته ملا امامانو د۱۲۰ زره زره کورنیو لېست راکړ.))د حنیفه جیروال پر وینا اوس په کابل کې د ښاروالۍ له خواهم ۳۰ زره کورنیو ته غنم رسول شوی دی.دا په داسې حال کې ده چې د قرنطین او کورونا له کبله په ټوله نړۍ کې حکومتونو کور په کورد مرستو رسولو پروګرام پیل کړی دی ،خو پر افغان حکومت نیوکه ده ،چې دا پروګرام نه شی مدیریت کولی.

ممکن است شما دوست داشته باشید