روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

حکومت په نورستان کې ۱۳۰ ښوونځی جوړوی

 چارواکی په نورستان کې د ۱۳۰ ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو خبر ورکوی.د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکی وایی: د دې وزارت وزیر مجیب الرحمن کریمی د نورستان له والی عبدالغفور ملکزی سره په لیدنه کې ژمنه کړې ،چې دغه ولایت کې به د ۱۳۰ ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې شی.د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر ویلی، په نورستان کې د ۲۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۷۱ پرمختیایی پروژو چارې ‏روانې ‏دی او ډېر ژر به د ۲۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۹۷ نورو پرمختیایی پروژو کارونه هم پیل شی، چې د ترانسپورټ، برېښنا، د ‏څښاک اوبو او اوبو ‏لګولو په برخه کې دی‎.‎د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د معلوماتو له مخې، د یادو نویو پروژو په لړ کې به دې ولایت کې د ۱۳۰ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شی چې عملاً یې د ۲۹ ښوونځیو د ودانیو جوړولو کارونه روان ‏دی.نورستان د هېواد په ختیځ کې سمسور او غرنی ولایت دی، خو عام خلک یې هلته د ښوونځیو د ودانیو د نه شتون سربېره د تعلیمی برخې د امکاناتو د کموالی څخه شکایتونه کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید