روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

حکومت : د تېر کال په پرتله د بشری حقونو وضعیت څو برابره ښه دی

د بشری حقونو نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې اندېښنه ښودلې وه،چې په افغانستان کې د بشری حقونو وضعیت ښه نه دی او که وضعیت په همدې توګه دوام وکړی،لا به خراب شی. د بشری حقونو سازمان د نجونو زده کړو او ښځو د کار موضوع ته هم اشاره کړې وه،چې په افغانستان کې پرې بندیزونه لګېدلی او همدا راز ماشومان د اقتصادی ستونزو له امله درانه کارونه کوی،خو د افغانستان اسلامی امارت ویاند او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو معیین ذبیح الله مجاهد بیا وایی: نه یوازې دا چې بشری حقونو وضیعت نه دی خراب شوی،بلکې د تېر پرتله ښه شوی دی. مجاهد وایی: د تېر کال پرتله بشری حقونو وضعیت څو برابره ښه دی،خلک نه وژل کېږی، بېګناه زندانونو ته نه ځی، پر کورونو بمبار او چاپې نشته او د ښځو او ماشومانو ژوند خوندی دی.

مجاهد  زیاته کړه: (( اسلامی امارت هغه ادعاوې ردوی،چې ګواکې په افغانستان کې بشری حقوق ضایع شوی او یا بشری حقونه نه ورکول کېږی. اصلی موضوع دا ده، که چېرې تاسې د تېر کال په دغو ورځو بشری حقوق پرتله کړئ، ډېر توپیر لری. تېر کال دلته د خلکو ژوند اهمیت نه درلود. د خلکو پر کورونو بمبارونه کېدل. خلک بېګناه زندانونو ته وړل  کېدل. زرګونه افغانان په زندانونو کې وو. هغه د بشری حقونه ډېر ضایع کېدل، د هغوی  ماشومان، ښځې او کورنۍ په ماتم ناستې وی. اوس داسې هېڅ نه لرو، بغیر له مجرمینو بل داسې زندانی نه لرو. د خلکو امنیت خوندی دی. لویو لارو کې تګ راتګ په آسانۍ کېږی.)) سیاسی فعال استاد طاهر بیا  وایی: د ډاډمن امنیت احساس کوی او باوری دی،چې افغانستان کې انسانی حقونه خوندی دی.ده زیاته کړه: (( زه له هغې ورځې چې کابل ته راغلی یم، داسې فکر کوم،لکه د داوود خان په وخت کې چې ژوند کوم. هغه وخت زورواکی نه وه، انسانان آزاد وو، د خبرو حق یې درلود، هر لوری ته بې له دې چې څوک مو راوګرځوی، تللی شو. اوس چې افغانستان ته راغلی یم،هماغسې فکر کوم. بشری حقونه تر پښو نه دی لاندې شوی، بلکې رعایت کېږی.)) له هغې وروسته چې امریکا او متحدین یې له افغانستان ووتل، د افغانستان مخکینی حکومت رانسکور شو او اسلامی امارت بیا په ټول هېواد حاکم شو،نړیوالو له افغانستان سره هرډول پرېکون اعلان کړ او د افغانستان اوسنی وضعیت پروړاندې یې خپله رسنیزه جګړه توده ساتلې او اوس یې تازه د بشری حقونو په تړاو ریپوټ خپور کړی چې ګنې افغانستان کې د بشری حقونو وضیعت ښه نه دی هغه چې اسلامی امارت په کلکه رد کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید