روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

حکومت: د الوتکو د بېرته راګرځولو په اړه له امریکا سره خبرې کوو

افغان حکومت وایی :د اېستل شویو الوتکو د بېرته ترلاسه کولو په لټه کې دی. وروسته له هغه چې په افغانستان کې پخوانی حکومت سقوط شو، نو یو شمېر افغان پیلوټانو ځینې الوتکې ګاونډیو هیوادونو ته ولېږدول، چې اوس یې امریکا له ورکولو انکار کړی دی.

د نوی حکومت ویاند او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو معیین ذبیح الله مجاهد په خپلو تازه څرګندونو کې ویلی، هغه کسان چې د افغان پوځ الوتکې یې بهرنیو هیوادونو ته لېږدولې دی خاینین دی او په خبره یې دوی یې د را ګرځولو په لټه کې دی. د مجاهد په خبره د امریکا دا کړنه له ټولو نړیوالو اصولو او قوانینو سره په ټکر کې ده او دوی هڅه کوی له دغه هیواد سره ددې چورلکو پر راګرځولو خبرې وکړی.

تر دې وړاندې ځینو هیوادونو د دې الوتکو له ورکولو انکار کړی دی، خو افغان حکومت هم خبرداری ورکړی و، چې ژر تر ژره دې دغه الوتکې افغان لوری ته وسپارل شی. امریکا بیا د افغان پوځ ځینې الوتکې اوکراین ته هم ورکړې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید