روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

حنیف اتمر د افغان سولې په بهیر کې د هند پر رول ټینګار وکړ

 د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر نوی ډیلی ته د سفر پر مهال له خپل هندی سیال جې شنکر سره د امریکا له لورې د نوې وړاندې شوې طرحې په اړه خبرې کړې دی.د رسنیو د راپورونو له مخې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، چې وړمه ورځ یې هند ته سفر وکړ په ماښام یې د هغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر جې شنکر سره کتلی دی.ویل کېږی په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د امریکا له لورې د نوې وړاندې شوې طرحې، دوه اړخیزه همکاریو، سیمه‌ییز اتصال، او دغه راز د سوداګرۍ پر اړوندو موضوعاتو بحثونه کړی دی.ښاغلی اتمر د افغانستان د سولې په بهیر کې د هندوستان پر رول ټینګار وکړ او د سولې خبرو د بریا لپاره، د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع په پیاوړی کولو کې د هندوستان فعال رول غوښتنه وکړه.

د هند بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د سولې لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پیاوړی کولو کې مرستې ته چمتووالی څرګند کړ او زیاته یې کړه، چې په افغانستان کې ملی اجماع او یووالی به سیمه ییزه او نړیواله اجماع نوره هم قوی کړی.دا په داسې حال کې ده ، چې په دې وروستیو کې امریکا افغان حکومت ته د نوی حکومت طرحه وړاندې کړه، چې له مخې به یې افغان حکومت او طالبانو سره په سلا کېږی او یو ټولشموله حکومت به جوړوی.بلخوا د تېرې یکشنبې په ورځ د امریکا د دفاع وزیر لویډ استین هم افغانستان ته په نا اعلام شوی سفر راغی او دلته یې له ولسمشرغنی سره د امریکایی سرتېرو پر ایستلو، د تاوتریخوالی پر کمېدو او د سولې د روانو خبرو په اړه بحثونه وکړل.

ممکن است شما دوست داشته باشید