روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

حنیف اتمر : د افغانستان د بهرنی سیاست دستګا به لا پیاوړې کوو

نیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر وایی: سره اه دې چې د سولې راتګ ته ډېرې هیلې لری، خو په خبره یې د سولې له راتګ سره سره د ترهګرۍ خطر هم شته.ښاغلی اتمر چې پرون یې ولسی جرګې ته خپلې راتلونکی برنامې تشریح کولې وویل: په افغانستان کې د سولې ټینګښت، د جګړې ختمول او ثبات د حکومت د بهرنی سیاست له لومړیتوبونو څخه دی.دی وایی: د سولې له راتګ وروسته به هم ګڼې بهرنۍ ډلې په افغانستان کې ترهګریز فعالیتونه کوی، نو اړتیا ده، چې نړیوال او د سیمې هېوادونه په دې برخه کې له افغانستان سره په ګډه مبارزه وکړی او خپلو همکاریو ته دوام ورکړی.د نوموړی پر وینا: اوسمهال په افغانستان کې په جنګېدونکو وسله والو کې له هرو پنځو هغو یو یې بهرنی دی، چې افغان حکومت له دې بهرنیانو سره سوله نه کوی، نو له همدې امله به دوی خپلو ترهګریزو کړنو ته دوام ورکوی.حنیف اتمر د خپلو خبرو پر دوام وویل: د سولې د راتګ او په دې برخه کې د نړیوالو د راتګ لپاره منظم پلانونه لری.دده په خبره تر سولې وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اقتصادی، سیاسی او مالی ملاتړ مهم دی، نو له همدې امله د بهرنیو چارو وزارت په دې برخه کې خپل فعالیتونه چټکوی.د بهرنیو چارو د سرپرست پر وینا په دې وزارت کې د سترو بدلونونو پلان لری او د بېلا بېلو برخو لپاره یې ګڼې برنامې جوړې کړې دی.

د ښاغلی اتمر د معلوماتو له مخې، دغه اداره به مسلکی کړی، خدمتونه به معیاری کړی، فساد به له منځه وړی او د افغانستان د بهرنی سیاست دا دستګا به پیاوړې کوی.محمد حنیف اتمر د وېزو په برخه کې شته ستونزو ته په اشارې وویل: د افغانستان په قونسلی خدمتونو کې ستونزې شته او اصلاحاتو ته اړتیا لری، نو ټولې قونسلګرۍ باید تر جدی مسلکی څېړنې لاندې راشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید