روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

حمدالله محب: له ترهګرۍ سره په مبارزه کې باید د افغانستان قربانۍ وستاىل شی

د افغانستان د ولسمشر د ملی امنىت سلاکار واىی، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې دې د افغانستان قربانۍ وستاىل شی.حمد الله محب د پنجشنبې په ورځ په نوی ډهلی کې له خپل هندی سىال سره د لىدو پر مهال دا خبره کړې ده. د افغانستان د ملی امنىت شورا وىاند کبىر حقمل د دې لىدنې په اړه آزادۍ راډىو ته ووىل:(( د  خبرو محور په افغانستان کې جګړه، د سولې پروسه او له ترهګرۍ سره مبارزه ده. د ملی امنىت سلاکار ووىل چې افغانستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ټولو په استازولی قربانۍ ورکړې او باىد دا قربانۍ ىې تقدىر شی.)) د ښاغلی حقمل په خبره هندی لوری هم له افغانستان سره په دې لاره کې د همکارۍ ژمنه بىا تازه کړه.

همدارنګه:

د افغانستان د ولسمشر د ملی امنیت سلاکار ویلی، چې ترهګری، تندلاریتوب، تریاک او غیردولتی ډلې د سیاسی بې ثباتۍ او ګواښونو اصلی عوامل دی چې د سیمې امنیت یې له خطر سره مخامخ کړی دی. حمدالله محب د چهاشنبې په ورځ په تهران کې د سیمه ییز امنیت ډیالوګ دویمې غونډې وویل: افغانستان یو له هغو هېوادونو دی ،چې په وروستیو کلونو کې له پرمختګ سره سره یې له سیمه ییزو ګواښونو تر ټولو ډېر زیان لیدلی دی.دغه سیمه ییزه غونډه د اوو هېوادونو ایران، روسیه، چین، هند، افغانستان، تاجیکستان او ازبکستان د ملی امنیت سلاکارانو او منشیانو او نورو لوړپوړو امنیتی چارواکو په ګډون په تهران کې شوه. د غونډې بحث ترډېره پر افغانستان ورټول و. ښاغلی محب وویل: افغان امنیتی ځواکونه نه یوازې په دغه هېواد کې دې سولې لپاره، بلکې د سیمې د امنیت او ثبات لپاره جګړه کوی. ښاغلی محب د افغانستان په ختیځ کې د سلګونو داعش جنګیالیو تسلیمېدل د دولتی ځواکونو لویه لاسته راوړنه وبلله او ویې ویل، چې دا له داعش سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان کلکه اراده ښیی او د افغان ځواکونو د ظرفیت څرګندونه کوی.د افغانستان د ملی امنیت سلاکار وویل: داعش د نړۍ په هېڅ ګوټ کې د افغانستان په اندازه کلکه ماتې نه ده خوړلې. نوموړی وویل: (( طالبان د القاعده او داعش ترڅنګ یو له هغو ترهګرو ډلو ده ،چې نورو ترهګرو او تخریبکارو ډلو ته یې فضا برابره کړې. دوی د مرکزی آسیا، قفقاز، جنوبی آسیا، عرب هېوادونو، چین، ایران او نورو هېوادونو ترهګرو ته د فعالیت لاره هواروی.)) د ایران د ملی امنیت عالی شورا منشی علی شمخانی وویل: په عراق او سوریه کې د داعش تر ماتې وروسته یوه اندېښنه دا ده چې دغه اورپکی افغانستان ته لاړ شی او له هغه ځایه په افغانستان کې د ننه او ګاونډیو هېوادونو کې بریدونه طرحه کړی. ښاغلی شمخانی وویل: ((ترهګری، افراطیت او د بهرنیو قدرتونو زیان لرونکی حضور، سیمې ته اصلی ګواښونه دی.)) د روسیې تاس خبری اژانس د راپور له مخې: د روسیې د امنیت شورا منشی نیکولای پاتروشف دغې غونډې ته ویلی: داعش ډله هڅه کوی د افغانستان په شمال کې خپل حضور تثبیت کړی ،چې د ترکمنستان او تاجکستان له لارې مرکزی آسیا ته لاره ومومی.ښاغلی پاتروشف ویلی: (( زموږ د معلوماتو پر اساس د داعش ډلې لومړنی اهداف کېدای شی د حیاتی زېربناوو تاسیسات، امنیتی نهادونه او دیپلوماتیک ماموریتونه وی، په ځانګړې توګه بهرنی اتباع.)) په تهران کې دا غونډه داسې مهال جوړېږی ،چې وړاندې څو ځلې طالبانو تهران ته سفرونه کړی او ددغه هېواد له چارواکو سره یې کتلی دی.ایرانی چارواکو ویلی: په دغه ډول غونډو کې هڅه کېږی چې د نظرونو تبادلې ترڅنګ د افغانستان د بحران بېلابېل ابعاد تحلیل شی چې د همکاریو پیاوړی کولو او له هغو ننګونو سره ګډې مبارزې لپاره یوه عملی کړنلاره رامنځته شی چې د افغانستان او سیمې هېوادونو د ثبات او امنیت پر پیاوړتیا مستقیمه اغېزه لری، خو د سیاسی کتونکو په باور په تېر کې دغه ډول غونډو په افغانستان کې پر امنیتی وضعیت کومه مثبته اغېزه نه ده لرلې.په ورته وخت کې په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی تېره اوونۍ کابل ته راغلی و،چې د افغانستان له حکومتی مشرانو سره د سولې بهیر پر وروستیو پرمختګونو یې خبرې کړې.د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلی، چې د ولسمشر محمد اشرف غنی او خلیلزاد خبرو محور له طالبانو سره د اوربند څرنګوالی او ددغې ډلې له خوا تاوتریخوالی کمول و.

ممکن است شما دوست داشته باشید