روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

حمدالله محب د طالبانو او پاکستان د اړېکو افشا کولو په اړه د شېخ رشید څرګندونې وستایلې

د ملی امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د طالبانو او پاکستان د اړېکو افشا کولو په هکله د د غه هېواد د کورنیو چارو د وزیر شېخ رشید احمد څرګندونې ستایلې دی.ښاغلی محب پرون پر ټوېټر لیکلی: (( زه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ستاینه کوم ،چې له طالبانو د پاکستان ملاتړ افشا کوی. موږ لا زړورو پاکستانیانو ته اړتیا لرو، چې پر افغانستان د بریدونو پر ضد خبرې وکړی.)) د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد وېیلی، چې د اکثرو طالب مشرانو کورنۍ په پاکستان کې ژوند کوی او د افغانستان په جنګ کې د وژل شویو او ټپی شویو طالبانو مړی او ټپیان پاکستان ته ور وړل کېږی او هلته یې درملنه کېږی.دا لومړی ځل دی، چې یو لوپوړی پاکستانی چارواکی په هغه هېواد کې د افغان طالبانو پر اوسېدو اعتراف کوی.د افغانستان حکومت تر دې وړاندې په وار وار وېیلی، چې پاکستان له وسله والو طالبانو مالی ملاتړ کوی او په خپله خاوره کې یې ورته روزنځایونه هم ورکړی دی، خو پاکستان مخکې دغه تورونه رد کړی و.

ممکن است شما دوست داشته باشید