د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د بشری حقونو د خپلواک کمېسىون مشره سىما سمر وایی: له وسلهوالو طالبانو سره داسې موافقه، چې د ښځو حقونه تضمىن نهکړی، سوله نهشی ټىنګولاى.د افغانستان د سولې لپاره د امرىکا د بهرنىو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلىلزاد تېره اوونۍ په کابل کې خبرىالانو ته ووىل، چې دا وار ىې په دوحه کې د طالبانو له استازو سره خبرې مثبتې وې.ده ووىل، چې د سولې د موافقې پر طرحه موافقه شوې، خو لا هم ډېر کار پاتې دى.خلىلزاد په کابل کې خبرىالانو ته ووىل، چې دى خپله له افغان حکومت او نړىوالې ټولنې سره د مشورې له مخې کار کوی او دا خبرې سمې نه دی چې افغانانو ته په دې هڅو کې ځاى نه دى ورکړل شوى.د خلىلزاد د خبرو پر وړاندې له کابله بېلابېل غبرګونونه خپاره شوی دی.د ښځو د حقونو ىو شمېر ملاتړ کوونکی د سولې په اړه له خوشبىنۍ سره پر دې چې ښایی د ښځو پر بنىادی آزادىو معامله وشی، اندېښنه لری.د افغانستان د بشری حقونو د خپلواک کمېسىون مشرې، سىما سمر له آزادۍ راډىو سره په مرکه کې پهدې اړه وىلی ، چې حقىقی سوله د افغانانو له دخالته پرته امکان نهلری.سىما سمر زىاته کړه:(( فعلاً، په افغانستان کې د سولې د مذاکرو د پىل لپاره خبرې کېږی، تر اوسه اصلی مذاکرې ىعنې دا چې افغان حکومت له طالبانو سره مخامخ خبرو ته کېنی، نهدی پىل شوی.)) سىما سمر ووىل: د بشری حقونو د تامىن پرته د سولې موافقه به داسې غىر مناسب شراىط رامنځته کړی ،چې افغانانو ته به د منلو وړ نهوی.په ناروې کې افغان سفىرې شکرىې بارکزۍ هم همدا خبره وکړه او وىېوىل ،چې د بىان آزادی، آزادې رسنۍ، د افغانستان اساسی قانون او د قانون د حاکمىت سىستم باىد له هر ډول سىاسی معاملې خوندی وی.آغلې بارکزۍ زىاته کړه: (( دا بحثونه له پیل راهىسې پرته له دې چې د هغو پرمختګونو په اړه ،چې د افغان مېرمنو په ۱۸ کلونو کې کړی وضاحت ورکړی، زموږ لپاره د اندېښنې وړ وو.))دې لوړ رتبه دىپلوماتې په داسې حال کې دا خبرې کړی ،چې طالبان په ځلونو ټىنګار کوی ،چې له افغان حکومت سره خبرې نهکوی، خو په کابل کې د ښځو د حقونو بله مدافع، ثرىا صبحرنګ وایی ،چې د سولې لپاره ىو څه قربانی په کار ده.صحبرنګ خوشبىنی څرګنده کړه او وىېوىل، چې پهدې خبرو کې افغان حکومت او امرىکا پر تعهد باور لری.صبحرنګ زىاته کړه:(( مثبت ګامونه اخىستل شوی. موږ له خپل ولسمشر سره کتلی او خبرې مو ورسره کړی او هغه ډاډ راکړى، چې په هېڅ ډول به هغه پرمختګ چې د افغانستان ښځو کړى ىا کوم اساسی قانون چې نافذ دى له خطر سره نهمخامخ کېږی او معامله نهورباندې کېږی. موږ پر دې باور لرو.)) هغې د ښځو د حقونو فعالانو ته وړاندىز وکړ، چې د خپلو غوښتنو ىو لىک تىار کړی او حکومت ته ىې وسپاری، څو له طالبانو سره د مذاکرو د پىل په صورت کې د هغوى د لىک مواد په پام کې ونىسی.