روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

حق، استحقاق او دعوه یې ډېر توپیر سره لری !!

محسن سعود

انځورونه، د سټیج له سره یوه دوه انځوریزې ویناوې او ښکاره کالی-ناسته ولاړه-خواله خبرې چې له هر وخت او ځای سره په اسانۍ عیارېدلای شی؛ د چا د پېژندنې معیار او پر بنسټ یې د کومې پرېکړې وړ نه دی ترڅو چې پټ او له فکری مخې پر شالیدونو او لر لیدونو ونه پېژندل شی، همدا لامل دی چې له لیکنو څومره د ښاغلی استاد محمد زمان مزمل فکری لید لوری را مالومېږی؛ هغومره یې پېژنم، پر هېواد، سپېڅلې عقیده او په چارچوب کې یې فکری سپېڅلتیا او پرافغانیت مین او په درد یې دردمن سړی دی، خو د نظر د زاویې له مخې ډېر نږدې او پېژاند خلک هم توپیر سره لری، نو که له هرې زاویې وی؛ خو فکر کوم استاد په نظام کې د اسلامی امارت پر انحصاری موقف عقیده دی چې د شیخ شهاب الدین دلاور څرگندونو(که پر کړی جهاد څوک ځان د رتبې وړ گڼی؛ د جهاد اجر یې له منځه ځی)ته یې د ټېکې ماتونکې فتوا نوم ور کړی او هیله یې ښودلې که نور چارواکی هم په ورته ډول انحصار !! ماتوونکی دریځ خپل کړی. په شریعت او د اسلامی امارت داعیه او اصلی(دریگونه مشرانو او رهبرۍ په کچه)دریځ کې انحصار نه شتون ته په پام پر عقیدې نه لرلو سربېره مې شونی او غیر حتمی انحصار ډېر خواشینی او نه هیلی کوی هم چې ویې وینم، خو لکه چې ومې ویل اصلی دریځ نه، بلکې له هغه یوه سرغړونه به وی چې له همدې حیثیت سره یې د مخنیوی په پار پر اصلی دریځ ټینگ مسئولان باید متوجه کړل شی.

څه موده وړاندې د ابو بصیر حنفی په نامه د یو تن لیکنه چې د چوکۍ او مستحق یې شرعی لید لوری را پېژنی؛ هم مخ ته راغله، نوموړی د سپېڅلو ایاتونو پر استناد په اسلامی امارت کې د ونډې وړ خلک په څلورو برخو وېشلی چې واقع ته هم ډېر نږدې او د شیخ دلاور څرگندونو یا ښایی یواځې ترې د مزمل برداشت سره د ټکر تړاو پیدا کوی، په اصطلاح د انحصار غوښتنه لری او ښایی دا له دې امله وی چې د حنفی څرگندونې د تېر او اوس د ځمکنیو واقعیتونو هر اړخیزو پلټنو او بیا ارزونو پر بنسټ د هغو او د شرعی لیدلوریو یې ترمنځ پر کره پرتله ولاړې وی. خو همدې شرعی لیدلوریو ته د نه پاملرنې، یا یې د ناسم تطبیق، یا یې له تطبیق څخه ناسم برداشت او یا هم د دریو اړو له امله په اسلامی امارت کې د ونډې انحصار فکر او د جهاد په بیه یې ترلاسه کېدو اندېښنه ښودل شوې وی. فکر کوم د دې ټکر هواری په دې ډول وی چې د اسلامی امارت له پالیسۍ په سرغړونې چې کوم انحصار لیدل کېږی؛ له حق او استحقاق پرته یواځې د هغو(حق او استحقاق)دعوې او پر بنسټ یې د ونډې د ور کړې له امله دی. شیخ دلاور یې د منفی شرعی لید لوری پر ښودلو هڅه کړې چې مجاهدین د ونډې د حق او استحقاق له دعوې ډډه وکړی او یواځې یې جهادی سابقې، ور کړیو قربانیو، ترسره کړی+اوسنی رول او اهلیت او خلا ډکولو ته پر کتو د قرآن او حدیث د پرېکړې(شرعی لید لوری)له مخې ونډې او وړ دندې د مشرتابه او اړوندو مسئولینو لخوا ور کړل شی چې شریعت یې د استحقاق لاملونه او ورته پر پام د مستحقینو ترتیب هم په گوته کړی دی(اړونده پالیسی یې د اسلامی امارت تر غور لاندې ده)، ترڅو خپله د ونډې په غوښتلو(که څه هم حق او استحقاق یې وی)نه د تېر جهاد ثواب او نه یې په تېر پسې بیاهم د ونډې په ترسره کولو کې د الله تعالی معیت او نصرت له لاسه ور کړی او نه هم بلا نورې ستونزې ترې وزېږی.

هو ! شرعی لید لوری هغه د لستوڼی ماران/یاران هم را پېژنی چې استاد پرې پر خپل اند انحصار ماتوی، نوموړی د شیخ له څرگندونو په برداشت په دې اند دی چې دا ډول له واقعی حق او استحقاقه لری یواځې ادعائی خلک له مجاهدینو او دینی قشر پرته هم ډېر دی چې پرې د دغه قشر انحصار باید مات شی، خو د یادو خلکو تېر او ورته پر پام په دې مورد شرعی لید لوری یې نه دی کتلی(چې له مخې یې زیاتره په اسلامی امارت کې د لستوڼی ماران گڼل کېدای شی)او نه یې ښایی شریعت په گوته کړی د مستحقینو ترتیب په پام کې نیولی چې همدا یې په خپل برداشت کې له شیخ دلاور او حنفی دواړو سره د ټکر ټکی هم دی، په دې ډول د شونی او غیر حتمی انحصار لامل هم د همدې شرعی لید لوری په پام کې نه نیول او ناسم تطبیق یې ثابت شو چې لومړی شیخ دلاور او بیا یې په بشپړ وضاحت کولو سره حنفی د له منځه وړلو نسخه ښودلې او څرگندوی چې حق او استحقاق او یواځی دعوه یې ډېر توپیر سره لری، د هغه د مثبت شرعی لید لوری پر بنسټ سپارښتنه کېږی او دغه یې د منفی لید لوری له امله د جهاد ثواب، د الله تعالی د معیت له منځه تللو او هم د نظام په کچه د هغه له پالیسۍ سره د ټکر انحصار او بدمرغیو لامل گرځی. له دې پرته د اوسنی انحصار ماتولو نورې نسخې چې شرعی لید لوری ونه لری؛ د مزمل د برداشت پر لاره ناکامې درومې.

حنفی په اسلامی امارت کې ونډې ته لیوال وگړی پر څلورو برخو وېشی: ۱- له اشغال راتلو سره مهاجر او مجاهد شوی. ۲- د همدې مهاجرو او مجاهدو همکار شوی. ۳- بې طرفه شوی. ۴- پر یو ډول او ډگر د اشغال ملاتړی جوړ شوی او بیا که څه هم په اړه یې ایاتونه ډېر دی؛ خو ښایی حنفی لنډون او د ونډو او مستحقینو اړوند یې یواځې د یو ایات تطبیق په پام کې نیولی او همدا به د دې لامل هم وی چې د دوی ترمنځ پر ځینو هغو نه دی غږېدلی چې: ۱- لومړی له اشغال سره او بیا له لنډې او اوږدې مودې وروسته، خو له فتحې وړاندې په بېلابېلو لاملونو چې عمده او عام یې د جهاد د بریا څرک و؛ مجاهد شوی. ۲- پخوانی امارت کې مجاهدین، خو له اشغاله یې(له رښتونی عذر پرته)په یوه پلمه له جگړې د تېښتې په ډول عقب نشینی کړې او اوس یې په هماغه جهاد حساب کوی. ۳- د پخوانی امارت مجاهدین چې د اشغال له رژیمه یې امتیاز ترلاسه کړی وی چې په دوی کې له اسلامی امارته د بېلو ډلو کسان هم راځی. ۴- خپله بې طرفه، د اشغالگرو ماتړی، له جگړې تښتېدلی یایې امتیاز ترلاسه کړی وی، خو د پلار، زوی، ورور او خپلوانو پر پخوانی-وروستنی جهاد، په دریو وروستیو صورتونو کې پر بې طرفۍ او اوسنۍ رتبې حساب کوی. همدوی په دې ډول د حق او استحقاق پر دعوو د اسلامی امارت د انحصار ډوله وضعیت او دلته د سرغړونو لامل دی، نو څنگه به پرې انحصار مهار کړل شی؟ یواځې دا چې د رښتونو مستحقینو پر حقونو تېری سره له حق او استحقاق پرته تشو دعوو یې روانه انحصاری گډوډی را منځته شی چې اسلامی امارت یې په اړه تر غور لاندې پالیسۍ کې ټول اړخونه، د وگړو ډولونه او د حقونو او استحقاقونو ځانگړی مدارونه باید ژور تر نظر لاندې ونیسی، خو که خدای مکړه د دې دریو شرعی لیدلوری بیاهم په پام کې نه نیول کېږی؛ پر مدار به یې وضعیت هم لازیات وخیم گرځی، زاړه مجاهدین او رښتونی ژمن وگړی به حق او استحقاق دواړه له لاسه ور کوی او بیا به یا هغوی د خپل حق او استحقاق ترلاسه کولو لپاره خپله لاس په کار کېږی چې ورسره د جهاد ثواب او د الله تعالی معیت او نصرت به له گواښ سره مخ او ټولې بدمرغۍ ورسره تړلې او یا به یې ځای همدغه دعوې او دعوه دار نیسی چې بیا نو کوم شرعی لیدلوری هم نشی منل کېدای او انحصار هم حتمی کېدای او د له منځه تللو پر ځای لازیاتېدلای شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید