روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

حسین حقانی: د پاکستان د پوځ د سترې برخې تمرکز د ترهګرو ډلو پر روزنه او پالنه دی

په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقانی وېیلی:  پاکستان چې د ترهګرو ملاتړی دی، امریکا یې پر وړاندې هېڅ اقدام نه کوی.نوموړی له سی ان ان سره په مرکه کې زیاته کړې، چې د پاکستان د پوځ ستره برخه تمرکز د ترهګرو ډلو په روزنه او پالنه دی.دی وایی، پاکستان له کلونو راهیسې په افغانستان کې د روانې جګړې تر شاه دی او په سیمه کې د ترهګریزو فعالیتونو او ورانکارو ملاتړ کوی.حقانی پر نړیوالو غږ کړی، چې طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د پاکستان پر ملاتړ دې سترګې نه پټوی، بلکې دا هېواد دې د ترهګرو له ملاتړه راوګرځوی.ده وېیلی: (( نړیوال ولې په دې سترګې پټوی، چې پاکستان له کلونو راهیسې په افغانستان کې د روانې جګړې تر شا دی او په سیمه کې د ترهګریزو فعالیتونو او ورانکاریو ملاتړ کوی.))دغه پخوانی دیپلومات زیاته کړې، پاکستان لا هم د طالبانو ملاتړ کوی، د هند د کمزوری کولو لپاره یې لسګونه ترهګرې ډلې جوړې کړې او ترهګری په واضح توګه د پاکستان د بهرنی سیاست تګلاره ده.حسین حقانی وایی: (( د پاکستان د پوځ ستره برخه تمرکز د ترهګرو ډلو په روزنه او پالنه دی.))نوموړی خبرداری ورکړی، چې امریکا د پاکستان پر وړاندې هېڅ ډول اقدام نه کوی او که وضعیت همداسې روان وی نو افغانستان به د خونړیو جګړو پر ډګر بدل شی.پخوانی پاکستانی دیپلومات حقانی ټینګار کړی، چې طالبان له القاعده شبکې سره نه شلېدونکې اړیکې لری او امریکا دې په دې ستر حقیقت سترګې نه پټوی او پر وخت دې د سترو ګواښونو د ختمولو لپاره اقدام وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید