د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسینې ساپۍ پرون د غزنی له یوشمېر مشرانو، مسوولینو او د مدنی ټولنې له فعالانو سره په کتنه کې د هغوى غوښتنې واورېدې.
په کتنه کې د غزنی د ولایتی شورا مرستیال امان الله کامرانی او د ولایتی شورا غړی عبدالجامع جامع د نورو په استازیتوب خبرې وکړې.
دوى د تاریخی آبدو او فرهنګی میراثونو په تېره بیا د بیګم څلی د ترمیم، د کتابتون د لا زیات سمبالولو، د دغه ولایت موزیم ته پاملرنه او د غزنی د اسلامی ثقافت مرکز د تشکیل د جوړولو، د ملامشک عالم د شخصیت او کارنامو د یادونې او په دې اړوند د سیمینار د جوړولو لپاره خپلې غوښتنې او ستونزې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرستې سره شریکې کړې.
دغه راز هغوى په دغه ولایت کې د فرهنګی پروګرامونو په ترسره کولوکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
حسینې ساپۍ غزنی د هېواد له ویاړونو ډک ولایت وباله او څرګنده یې کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یو لومړیتوب د هېواد هویت ته پاملرنه او د هېواد د هر ولایت د خلکو د هویت معرفی کول دی.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې د غزنی د مشرانو او د مدنی فعالانو د ستونزو، غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل چې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه دې په لیکلی ډول دغه وزارت ته وسپاری.
همدارنګه حسینې ساپۍ د تاریخی آبدو او فرهنګی میراثونو په ساتنه کې د خلکو همکاری ارزښتناکه وبلله او د امکان تر پولې پورې د هغوى د غوښتنو او ستونزو د څېړنې په برخه کې یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پاملرنې ډاډ ورکړ. باختر