د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
دچین دولسی جمهوریت د ام سی سی شرکت درېو تنو مسوولانو پرون داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له سرپرستې او نوماند وزیرې حسینې صافۍ سره په کتنه کې دعینکو دمسو دپروژې دکار دبهیر دګړندی کولو غوښتنه وکړه . دباختراژانس دخبریال دخبرله مخې ، په دې کتنه کې دچین دولسی جمهوریت د ام سی سی شرکت دغومسوولانو ددغه شرکت دفعالیتونو او پروګرامونو په باره کې معلومات ورکړل او دعینکو دمسو دپروژې په ساحه کې یې له لرغونپوهانو سره دخپلو همکاریو یادونه وکړه . دوى وویل : داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت ، اړوندو ارګانونو او دافغانستان له حکومت څخه هیله لری چې دعینکو دمسو په ساحه کې دکیندنې او دلرغونو آثارو دلېږدونې کار ګړندى کړی چې په دې ساحه کې دکاڼی توکو درا ایستلو لپاره زمینه برابره کړی .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې په دې ترڅ کې چې په بېلابېلو برخو په تېره بیا په فرهنګی برخو کې دچین دولسی جمهوریت دهمکاریو له امله مننه وکړه زیاته یې کړه چې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره دچین دولسی جمهوریت همکارى ددواړو هېوادونو ترمنځ ښوې اړیکی څرګندوی. دې زیاته کړه چې دغه اړیکې ددواړو هېوادونو ددولتونو اوخلکو ترمنځ دهمکاریو زیات فرصتونه برابروی . داطلاعاتو اوفرهنګ وزرات سرپرستې وویل چې په دې وروستیو وختو کې یې د عینکو دمسو دپروژې ساحه کتلې ده . او په هماغه ځاى کې یې د کانونو او پترولیم وزارت له سرپرستې سره دهمکاری یو تفاهم لیک لاسلیک کړ چې دهغه له مخې ، که چېرې دکانونو او پترولیم وزارت موظفین دکانونو درایستلو په وخت کې له لرغونو ساحو او آثارو سره مخامخ شی باید داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت هغو لرغونپوهانو ته چې دعینکو دمسو په پروژه کې موظف دی ، خبرورکړی . حسینې صافۍ زیاته کړه چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دعینکو دمسو دپروژې دکار دبهیر دګړندی کولو په لاره کې هڅه کوی .