د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرستې حسینې ساپۍ پرون په یوه غونډه کې دهېواددخپلواکى دبیرته ترلاسه کولو دسلمې کالیزې په اړوند ددغه وزارت بېلابېلو برخو درییسانوپروګرامونه وارزول . دباختراژانس دخبریال دخبر له مخې ، په دې غونډه کې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرستې ټینګار وکړ چې ددغه وزارت دبېلابېلو برخو رییسان باید په لازیات پرتم سره دهېواددخپلواکۍ دبیرته ترلاسه کولو دسلمې کالیزې دنمانځنې په خاطر په مرکز او ولایتونو کې ځانګړی فرهنګی پروګرامونه جوړ کړی. هغې څرګنده کړه چې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت یولومړیتوب دهېواد فرهنګ ته پاملرنه ده اودغه وزارت هڅه کوی چې دهېواد اصیل فرهنګ او دودونو ته زیاته پاملرنه وشی او دغه راز دهېواد دبېلابېلو ولایتونو دخلکو دودونه او رواجونه معرفی شی . دغه راز داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دبېلابېلو برخو رییسانو هر یوه په ترتیب سره داړوندو برخو هغه مشخص پروګرامونه وړاندې کړل چې دهېواد دخپلواکۍ دبیرته ترلاسه کولو دسلمې کالیزې په اړوند به ترسره شی . په دغو پروګرامونوکې دفرهنګی نندارتونونو جوړول ، دمستند فلم ښودل ، دتیاتر دنمایشاتو اجراکول ، دتاریخی اثارو ښودل ، دموسیقۍ او دهېوادنیو سندرو دفیستیوال جوړول ، دعکاسۍ دنندارتون او د سیمینارونو جوړول اویوشمیر نورو فرهنګی اومطبوعاتی پروګرامونو برابرول شامل دی . ددې غونډې دویمې برخې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دمالی اداری او ګرځندوى دمعینې پوهنیارې سیدې مژګان مصطفوی په مشرۍ دوام وموند . په دې برخه کې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت داړوندو برخو رییسانو په لاښه توګه دفرهنګی پروګرامونو د جوړولو په لاره کې خپلې نظریې، وړاندیزونه او طرحې وړاندې کړې او خپلې اړتیاوې هم له مسوولانو سره شریکې کړې.